د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تورخم چارواکي وايي، له اختر نه وړاندې افغانان په تذکره وطن ته تلی شي


پر تورخم هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ تجارتي توکي تېرېږي ـ پخوانی انځور.
پر تورخم هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ تجارتي توکي تېرېږي ـ پخوانی انځور.

چارواکي وایي، پر تورخم دروازه یې افغانانو ته اجازه ورکړې چې پر تذکره خپل وطن ته ستانه شي.

په تورخم کې د امیګرېشن یو چارواکي د خپل نوم نه خپرولو په شرط د جون پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، دا اسانتیا یې د لوی اختر په مناسبت د یوې اوونې لپاره افغان وګړو ته ورکړې ده. هغه وویل، د افغانانو لپاره به د سهار له اوو بجو نیولې د شپې تر نهو بجو امېګریشن خلاص وي.

د تورخم انتظامي چارواکي وایي په تذکره له افغانستانه پاکستان ته د ننوتلو اجازه نه شته او د دې لپاره پر پاسپورټ ویزه لرل لازمي دي. دوی وویل یوازې ناروغانو او ورسره یو تن پیوازي (د بیمار سره په بدرګه تلونکي تن) ته اجازه ورکوي چې پاکستان ته بې له سفري اسنادو سفر وکړي.

د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې له تېرې اوږدې مودې راهیسې زرګونه داسې افغانان ایسار دي چې پوره سفري اسناد نه لري او یا یې پر وېزو وخت تېر شوی. هغو کسانو ته پر تورخم، افغانستان د اوښتو اجازه نه ورکول کېده خو د جون له ۲۳مې راهیسې یوازې د تذکرې په لرلو د هغوی افغانستان ته د اوښتو لړۍ پیل شوې ده.

تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لوی بندر دی. له دې لارې هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ تجارتي توکي تېرېږي.

د پاکستان او افغانستان ترمېنځ پر ډیورنډ کرښه پخوا د تګ راتګ لپاره ډېرې لارې وې خو پر کرښه د اغزن تار لګېدو وروسته د دواړو هیوادونو وګړي یوازې پر تورخم، چمن او پر یو څو نورو لارو په قانوني توګه تګ راتګ کولی شي او پاتې نورې ټولې لارې بندې شوي دي.

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۷ز کال کې پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار لګول پیل کړل. چارواکو ادعا درلوده چې دا کار د امنيت ښه کولو لپاره کوي.

د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور او د افغانستان د جلال اباد ښارونو ترمېنځ خواوشا ۱۲۰ کیلومیټره واټن دی. پخوا د دواړو هېوادونو ډېری وګړیو ازاد تګ راتګ کاوه خو د ۲۰۱۶ز کال راهیسې د سفر لپاره د پاسپورټ او ویزې شرطونه لازمي شوي دي. دې کار ګڼ هغه خلک له ستونزو سره مخامخ کړي چې د ویزې او پاسپورټ جوړولو توان نه لري.

افغان وګړو غوښتنه کړې چې په تورخم دې ورته په عامو ورځو کې هم نرمي پیدا کړل شي تر څو دوی په اسانۍ سره د تورخم له لارې تګ راتګ وکړي.

XS
SM
MD
LG