میرامشا کې ځانمرګي برید ۲ کسان وژلي او ۱۴ یې ټپیان کړي

په برید کې ژوبل شوي تنان د میرامشا پوځي روغتون ته لېږدول کېږي: انځور د جولای پنځمه، کال ۲۰۲۳

د شمالي وزیرستان په میرامشا کې د جولای پر پنځمه دا ځانمرګی برید د چارواکو په وینا د حمیدالله شهید په نوم له پوستې سره نږدې شوی.

د چارواکو په وینا په دغه حمله کې لږ تر لږه دوه سرتیري وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي. د دې ترڅنګ ۱۰ ولسي وګړي هم په دې پېښه کې ژوبل شوي دي.

د میرامشاه د پولیسو د تاڼې یو مسوول او د پوځ یو لوړپوړي چارواکي د نومونو نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل، د جولای پر پنځمه د حمید الله شهید پوستې سره نږدې د پوځ یوه قافله د تېرېدو په حال کې وه چې د منتظرو ګاډو له منځه ځانمرګي بریدګر خپل ګاډی وویست او د پوځي ګاډي سره یې وجنګاوه. د چارواکو په وینا د برید کوونکي ګاډی په باروتو سنبال وو.

په ځانمرګي برید کې ۱۰ ولسي کسان ژوبل شوي

چارواکو مشال راډیو ته وویل چې ژوبل سرتېري او ولسي کسان د میرامشا پوځي روغتون ته د درملنې لپاره رسول شوي دي. دوی وايي په ژوبلو کې یو ماشوم هم شامل دی چې حالت یې نازک دی.

روان کال په شمالي وزیرستان کې دغه څلورم ځانمی بریددی. د دې راپور تر جوړېدو پورې د برید ذمه واري چا نه وه قبوله کړې.

په دې وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې د بد امنۍ پېښې زیاتې شوې دي.

تر دې وړاندې د دمې په ۲۴مه، د شمالي وزیرستان په دته خېلو سیمه کې په یوه ځانمرګي برید کې د درو سرتېرو په ګډون څلور تنه وژل شوي وو.

هغه مهال د سیمې انتظامي مشر ریحان ګل خټک او د پولیسو مشر سلیم ریاض مشال راډیو ته ویلي وو چې ځانمرګي بریدګر د مې پر ۲۴مه په دته خېلو کې پر یوه امنیتي پوسته د تالاشۍ پر مهال چاودنه وکړه چې پکې پکې د ټرافیک پولیسو یو کارکوونکي په ګډون درې سرتېري او یو ولسي وګړی ووژل شول.

د هغه برید ذمه واري هم چا نه وه قبوله کړې.

دا هم وګورئ: شمالي وزیرستان کې ۲ ولسي وګړي او ډېره اسماعیل خان کې ۳ وسلوال وژل شوي

تر هغې وړاندې د مې پر ۲۱مه شپې مهال وسلوالو په میرلي کې د نجونو دوه ښوونځي په بارودو والوځول.

تر دې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د مې پر ۱۵مه په میرلي کې په ځانمرګي برید کې پینځه پوځیان او درې ولسي وګړي ژوبل شوي ول. د هغه برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان ډلې منلې وه.

تر دې وړاندې، د فبرورۍ پر ۱۱مه له کجوري امنیتي پوستې سره نېږدې د ماړي پېټرولیم شرکت د کاروان د امنیت لپاره ورسره پر روانو سرتېرو ځانمرګی برید شوی وو چې درې کسان پکې وژل شوي او ۲۲ ژوبل شوي ول. په ژوبلو کې ۱۵ کسان د ماړي پیټرولیم کمپنۍ کارکوونکي او اووه نور د اېف سي ځواک سرتېري دي. د هغه برید ذمه واري هم تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

دا هم وګورئ: د پاکستان پوځ په ټانک او شمالي وزیرستان کې د ۶ وسلوالو د وژنې ادعا کړې

تر دې وړاندې په ۲۰۲۲ز کال کې په شمالي وزیرستان کې نهه ځانمرګي بريدونه شوي ول.

دا په داسې حال کې ده چې له یوې مودې راهيسې وسلوالو د شمالي وزيرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په يوشمېر سيمو کې بريدونه زيات کړي دي.

بل خوا ځايي ولس، سیاسي ګوندونو او جرګو د ناامنۍ پرضد په وار وار احتجاجونه کړي او له حکومته یې غوښتنه کړې چې هلته امن پر ځای کړي.

دا هم وګورئ: په شمالي وزیرستان کې د مځکې پرسر شخړه کې دوه تنه وژل شوي

حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

د پاکستاني پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د اپرېل پر ۲۵مه په راولپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، روان کال د وسلوالو پر ضد ۸،۲۶۹ واړه او لوی عمليات شوي چې "۱،۳۷۸ مشکوک ترهګر پکې ونيول شول او ۱۵۷ ووژل شول".

چودري ویلي ول چې د عملیاتو پر مهال له وسلوالو سره په نښتو او د هغوی په بريدونو کې ۱۳۷ پوځيان ووژل شول او ۱۱۷ ژوبل شول.

هغه زیاته کړې وه، په پاکستان کې پوځ، پولیس او نورې امنيتي ادارې هره ورځ تر ۷۰ زيات عمليات کوي.