د خیبر قبایلي ضلعې د تیرا په بر قمبرخېلو کې ولس د ناامنۍ او هلته د وسلوالو د شتون پرضد احتجاجي غونډه کړې ده.
د جولایي پر لسمه نېټه شوې دې غونډه کې د ځايي قبیلو د مشران او ولسي وګړو تر څنګ ځاييسیاسي فعالانو هم برخه اخیستې وه.
په دې غونډه کې شریکو کسانو وویل چې په تیرا میدان کې د امنیتي ځواکونو په موجودګۍ کې د وسلوالو شتون او د هغوي له خوا ولس ته مالي او ځاني زیان اړول یو شمیر پوښتنې راپورته کوي.
د ځايي سیاسي اتحاد یو مخکښ سعیدالله اپرېدي غونډې ته په وینا کې وویل چې دوی یو ځل بیا ناامني او کډوالي نشي زغملای.
ده زیاته کړه، " پکار ده چې ریاست په دې لړ کې واضحه پالیسي خپله کړي او وسلوال دې ختم کړي، نور دې ته څوک نه پریږدو چې زموږ بچي ووژني، میرمنې مو جلوزو کډوالو کیمپ ته لاړې شي، موږ بیا خپلې خویندې میندې بې حیایۍ ته نه ورکوو."
دا هم وګورئ:
د خیبر پښتونخوا کاروباریان وایي، نامعلومه کسان ورڅخه باج غواړيد خیبر زخه خېلو ملایانو په ودونو کې د موسیقۍ پر بنډارونو بندیز اعلان کړیپه خیبر کې هوایي ډزو خلک اندېښمن کړي ديد تیرا د سوداګرو د اتحادیې مشر شیر محمد اپرېدي وویل، یو ځل له هر اړخه ځپل شوي دي، بیا به داسې کېدو ته ځان نه پرېږدي.
ده وویل، " تیرو جګړو کې مو کورونه ویجاړ شوي، دوکانونه مو ویجاړ شوي،کاروبار مو ختم شوی، اوس مو چې بیا لږ سا واخیسته او په خپله مو بیا بحالي پیل کړه نو یو ځل بیا بدامنۍ سر راپورته کړ."
ده وویل، د اپرېدیو ښځو په تاریخ کې سوال نه وو کړی خو نن د ده په وینا، په پېښور جلوزو او نورو ښارونو کې خیرات غواړي.
شېر محمد اپرېدي وویل، "دا هر څه راباندې دې تپل شوې بدامنۍ وکړل."
یو بل سیاسي فعال خان ولي اپرېدي دې ولسي غونډې ته وویل، دوی دا ځل په هیڅ صورت کې هم د وسلوالو پرضد امن لښکرې نه جوړوي.
ده وویل، "په دې سیمه کې له وسلوالو سره جګړه کول د ریاست کار دی، هیڅوک چې خپلو ځوانانو ته ټوپک ور نکړئ، زه دا نه وایم چې تاسو کمزوي یاست، بلکې دا ځل زه د طالب بدي پر خپل سر نه اخلم."
په تیرا میدان کې په دې غونډه کې شریک یو قبایلي مشر ظاهر شاه مشال راډیو ته وویل، ځايي امنیتي چارواکو د ناامنۍ مخنیوي په اړه ورسره خبرې کړې دي.
ده وویل، د دې غونډې تر ختمیدو وروسته په تیرا میدان کې میشتو امنیتي ځواکونو دوي ته بلنه ورکړه او باور یی ورکړ چې دې روانې بدامنۍ پرضد به ګامونه پورته کوي.
د ده په وینا، د امنیتي ځواکونو مشرتابه هوډ ښودلی چې په هیڅ صورت به وسلوال په دې سیمه کې نه پریږدي. خو د امنیتي او ځايي انتظامیې له خوا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.
خو تر دې وړاندې د خیبر ضلعې پولیسو ویلي وو چې دوي به وسلوالو ته په دې سیمه کې ځای نه ورکوي او د دوي پرضد یې د لټون عملیات جاري ساتلي دي.
د خیبر په تیرا کې د ناامنۍ او د وسلوالو د شتون پرضد دا ولسي غونډه په داسې حال کې شوې چې په دې وروستو کې د خیبر په جمرود، باړه او تیرا کې له وسلوالو سره په نښتو کې د پولیسو او پوځ یو شمیر غړي او افسران وژل شوي او ژوبل شوي دي.