ابراهیم کاکا د بابړې غمیزې د سترګو لېدلی حال بیانوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د بابړې غمیزه د ۱۹۴۸ز کال د اګست په ۱۲مه د خیبر د چارسدې په بابړه کې هغه وخت شوې وه چې حکومتي ځواکونو د هغه وخت د باچا خان په مشرۍ د خدايي خدمتګار تحريک د غړيو پر احتجاجي غونډه ډزې وکړې. که څه هم په دې اړه تصديق شوې کره شمېره نشته خو ځايي خلک وايي، په ډزو کې شاوخوا ۶۰۰ کسان وژل شوي ول. دغه غونډه د باچاخان چې پوليسو نيولی وو، د خلاصون د غوښتنې لپاره رابلل شوې وه. په هغه احتجاج کې د چارسدې د عزیزخېلو ابراهيم کاکا هم وو. د ابراهیم کاکا سره شبیرجان مرکه کړې