د خيبر ضلعې د ځنګلونو د ساتنې حکومتي ادارې مشر وايي چې له تيرا څخه یې قاچاق شوي لرګي نيولي او پکې يې د ککړتیا په تور د اتو کارکوونکو دندې ځنډولې دي.
شکيل خان د سېپټېمبر پر ۲۰مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې په جمرود کې یې پر دوو ګودامونو چاپې ووهلې او قاچاق شوي ګرانبیه لرګي یې ونيول.
د ده په وينا، قاچاقبرانو غوښتل چې هغه لرګي پېښور ته قاچاق کړي. هغه زیاته کړه چې په دې تور يې څوک نه دې نيولي البته د تورنو کسان پرضد يې مقدمې دايرې کړې او د خپلې ادارې هغه اته کارکوونکي یې هم ځنډولي چې ورباندې په دې ناقانونه کار کې د لاس لرلو تور دی.
شکیل خان البته د معطله شویو چارواکو او هغو کسانو نومونه په ډاګه نه کړل چې پرضد يې مقدمې دایرې شوې دي.
دا هم وګورئ:
د « تیرا » ځنګلونه بې درېغه وهل کیږيخیبر کې چارواکو په غیر قانوني ډول وهل شوې ونې او قاچاقېدونکي لرګي نيوليد خيبر تيرا شلوبر قام يو مشر عبدالغني اپرېدي د سېپټېمبر پر ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې په سيمه کې د ونو د وهلو کار لا هم دوام لري چې د ده په خبره، له کبله يې د "تيرا ښایست په مړاوي کېدو" دی.
نوموړي وویل چې د تيرا له ميدانه د لرګيو قاچاق د شپې ۱۲ بجې پیلېږي او تر دوو بجو پورې پورې دوام لري. د ده په خبره، په دې دوه ساعتونو کې قاچاقبران په کچرو بار لرګي لومړی سنډا پال سيمې ته وړي او بیا يې د علي مسجد او جمرود له لارې پېښور ته قاچاقوي.
نوموړي وويل چې دوی په بیا بیا له چارواکو څخه غوښتنه کړې چې د ځنګلونو د وهلو او د لرګيو قاچاقولو مخنيوي دې وکړي خو د ده په خبره، حکومت په دې اړه کومه موثره تګلاره نه ده جوړه کړې.
په ۲۰۱۸ز کال کې د پاکستان پارلېمان په ايين کې بدلون وکړ چې ورسره سم، قبایلي سیمې په خيبر پښتونخوا ورګډې شوې چې ورسره د نورو حکومتي ادارو ترڅنګ د ځنګلونو د ادارې واک او اختیار هم قبايلو ته وغځېد.
د خيبر پښتونخوا پخواني حکومت د اسمبلۍ له لارې د ځنګلونو د ساتنې قانون جوړ کړ چې له مخې يې د ځنګلونو ملکیتي حق به له ځايي خلکو سره وي البته انتظامي چارې به يې له حکومت سره وي.
د دې قانون له مخې ځايي خلک له خپلو اړتياوو سره سم د سونګ لپاره معلومه اندازه ونې وهلی او لرګي ترلاسه کولای شي خو د ځنګلونو اداره نظر ساتي چې څوک لرګي قاچاق نه کړي.
تیرا له پېښوره خوا او شا ۱۰۰ کېلومیټره ليرې پرته غرییزه سیمه ده چې ځنګلونه لري او پولې یې له اورکزیو، کورمې او د افغانستان ننګرهار ولایت سره لګېدلي دي.
د خیبر پښتونخوا حکومت په وروستيو کې په تیرا کې یوشمېر ځایونه د سیلګرۍ مرکزونو جوړولو لپاره خوښ کړي او هلته د سیلګرۍ ادارې خپله سروې مکمله کړې ده.