د خیبر پښتونخوا د قانون نګران صوبايي وزیر او پخوانی قاضي ارشد حسین شاه د نومبر پر ۱۲مه د یادې صوبې د نګران اعلا وزير په توګه غوره شوی دی.
د خيبر پښتونخوا پخوانی اعلا وزیر محمود خان او په اسمبلۍ کې د مخالفه ډلو مشر اکرم خان درانی د نوي لنډمهاله اعلا وزیر لپاره د سيد ارشد حسين شاه پر نامه سلا شوي او د هغه نوم یې ګورنر ته لېږدولی وو.
د ګورنر دفتر د نومبر پر ۱۲مه په یو خبر پاڼه کې پخلی وکړ چې ګورنر غلام علي د پخواني قاضي سید ارشد حسین شاه د نومول کېدو منظوري ورکړې ده.
دا له هغه وروسته ده چې د خیبر پښتونخوا نګران اعلا وزیر محمد اعظم خان د نومبر پر ۱۰مه ناوخته د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړ شو.
په پېښور کې د اعلا وزیر له دفتره د نومبر پر ۱۱مه په یو بیان کې وویل شو چې اعظم خان د خراب شوي صحت له کبله د نومبر پر ۱۰مه د پېښور په یو روغتون کې داخل کړل شوی وو او په هغه شپه ناوخته یې سا ورکړې وه.
د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي د اعظم خان تر مړینه وروسته محمود خان او اکرام خان دراني ته یو لیک لیږلی وو چې د بل نګران اعلا وزیر غوره کولو لپاره د اساسي قانون د (۱ اې) ۲۲۴مې مادې له مخې د مشورې بهیر پیل کړي.
غلام علي د نومبر پر ۱۱مه په پېښور کې خبريالانو ته دا هم ویلي وو چې د پاکستان ايين په دې اړه وضاحت نه لري چې که د یو صوبې نګران اعلا وزیر مړ شي، نو پر ځای به یې څوک ټاکل کېږي.
د اعظم خان تر مړینه وروسته په پاکستانیو او ټولنیزو رسنیو کې په دې اړه بحث تود شوی وو چې اوس به د هغه ځای ناستی کومه اداره او څنګه ټاکي؟
خو د پاکستان د اطلاعاتو نګران وفاقي وزیر مرتضا سولنګي پر ایکس پاڼه په خپاره کړي بیان کې دا خبره رد کړې چې د نګران اعلا وزیر تر مړینه وروسته یو قانوني بحران رامنځ ته شوی دی.
نوموړي لیکلي چې د پاکستان ایین په دې اړه څرګند دی. د ده په وینا، "ګورنر، چیف سیکرټري او ټول صوبايي حکومت باید خپل کار ته دوام ورکړي."
The spirit of the constitution is crystal clear and shall be followed in the letter and the spirit of the constitutional scheme, after the sad demise of the Chief Minister of KP. The Governor, the Chief Secretary and the entire provincial government shall perform their duties…
— Murtaza Solangi (@murtazasolangi) November 11, 2023
د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د اعظم خان په مړينه خفګان څرګند کړی دي. د اعظم خان مړی د نومبر پر ۱۱مه د خیبر پښتونخوا د چارسدې په پړانګو کې خاورو ته وسپارل شو.
اعظم خان د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ پر ۲۱مه نېټه د خیبر پښتونخوا د نګران اعلا وزیر په توګه سوګند پورته کړی وو.
نوموړي له پېښور او لندنه د قانون په برخه کې زده کړې وې. هغه د خيبر پښتونخوا چيف سېکرټري او همداسې د وفاقي وزارتونو، مذهبي چارو او پیټروليم وفاقي سيکرټري هم پاتې شوی دی.
د خیبر پښتونخوا نوی لنډمهاله اعلا وزیر سید ارشد حسېن شاه د ایبټ اباد ضلعې اوسېدنکی دی. نوموړي په ایبټ اباد کې وکالت کړی، د خېبرپښتونخوا ایڈیشنل ایڈووکیټ جنرل پاته شوی، د پاکستان ډپټې اټارني جنرل اوسېدلی او په ۲۰۲۲م کال کې د ګلګت بلتستان د چيف جسټس په توګه ریټایر شوی وو.
سید ارشد حسېن شاه د ۲۰۲۳م کال له پیله د خیبر پښتونخوا په نګرانه کابینه کې د قانون او اوقافو سرپرست وزیر هم وو.