د پاکستان پوځ وايي د شمالي وزیرستان د ميرلي پر پوځي مرکز په ځانمرګي بريد او تر هغه وروسته په ډزو کې د پوځ د دوو افسرانو په ګډون اووه سرتېري وژل شوي دي.
د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) رسنيو ته په لېږدول شوې خبرپاڼه کې ويلي چې نن سهار (د مارچ پر ۱۶مه) شا وخوا شپږ بجې شپږو وسلوالو په ميرلي کې پر پوځي مرکز بريد وکړ.
بيان زياتوي چې په لومړي سر کې وسلوالو له بارودو ډک ګاډي ته په امنيتي پوستې کې چاودنه ورکړه او وروسته يې يوشمېر ځانمرګي بريدونه وکړل.
د ای اېس پي ار په خبره په هغو بريدونو کې پينځه سرتېري ووژل شول.
د پوځ بيان زياتوي چې وروسته له وسلوالو سره د نښتې پر مهال لېفټينېنټ کرنل سيد کاشف علي او کېپټن محمد احمد بدر ووژل شول او بلخوا د ځوابي عملياتو پر مهال ټول شپږ وسلوال ووژل شول.
د پاکستان پوځي چارواکو تر دې وړاندې په هغه وسلوال بريد کې د ۱۷ سرتېرو د ژوبلېدو خبر هم ورکړی وو.
د پاکستان پوځ دا نه دي ويلي چې هغه بريد چا کړی وو خو د پاکستانیو طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې د برید ذمه واري منلې ده.
په شمالي وزیرستان کې هغه پوځي مرکز د ميرلي په خدي مارکیټ کې د لنډ وخت لپاره جوړ کړل شوی وو.
په سیمه کې ځايي خلکو مشال راډیو ته ویلي، پر پوځي مرکز د برید پر مهال د نېږدې کورونو شيشې ماتې شوي او خلکو ته مالي تاوانونه ورسېدل.
د میرلي یو اوسېدونکي محمد اسرار خان مشال راډیو ته وویل چې تر بريد سمدستي وروسته هلته په سيمه کې ګرځبنديز ولګول شو.
د ضلعي انتظامیې چارواکو هم مشال راډیو ته تایید کړې ده چې د پوځي مرکز شاوخوا سيمو یې ګرځبندیز لګولی دی.
چارواکو زياته کړې چې په هغه برید کې ولسي خلکو ته ځاني زيان نه دی اوښتی ځکه چې برید سهار وختي شوی وو او هغه مهال لا خلک بازار ته نه ول وتلي.
دا هم وګورئ:
پوځ په شمالي وزیرستان کې د ۱۰ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې دهپه شمالي وزيرستان کې يو بل قبايلي مشر وژل شوی دیشمالي وزيرستان کې هدفي بريد کې يو ځايي وګړی وژل شوی دیپه شمالي وزیرستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې چې پکې د امنیتي سرتېرو په ګډون ولسي خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.
امنیتي سرتېري وخت په وخت هلته له وسلوالو سره د نښتو او ورته د مرګژوبلې اړولو ادعاوې کوي خو د دې سربېره هم په شمالي وزیرستان کې د ناامنۍ پېښې دوام لري.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مارچ پر نهمه په یو بیان کې ویلي ول چې د مارچ پر اتمه او نهمه یې په شمالي وزیرستان کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات کړي او۱۰مشکوک وسلوال یې وژلي دي.
پوځ ویلي ول چې، مشکوکو وسلوالو پر ډېورنډ کرښه له "افغانستانه" شمالي وزیرستان ته "د اوښتو هڅه کوله" چې له پاکستانیو سرتېرو سره یې "سخته نښته" وشوه.
اسلام اباد تر دې مخکې هم په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت تور پورې کړی وو چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي تي پي) په ګډون یې نورو وسلوالو ته پټنځایونه ورکړي دي او ورڅخه یې د ټي ټي پي د وسلوالو ورسپارلو غوښتنه کړې ده.
خو د طالبانو حکومت وایی چې د پاکستان په شمول هېڅ ګاونډي هېواد ته د ضرر پېښولو او ستونزو جوړولو اراده نه لري.
خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.