د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ په شمالي وزیرستان کې د ۱۰ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده


په شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځيان ګزمه کوي ـ پخوانی انځور
په شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځيان ګزمه کوي ـ پخوانی انځور

د پاکستان پوځ په شمالی وزیرستان کې په دوو جلا جلا نښتو کې د ۱۰ مشکوکو وسلوالو د وژنې او د درو د ژوبلولو دعوه کړې ده.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مارچ پر نهمه په یو بیان کې ویلي دي چې د مارچ پر اتمه او نهمه یې د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات کول چې پکې څلور مشکوک وسلوال ووژل شول.

پوځ وايي چې تر عملیاتو وروسته یې په هم هغه ځای کې څلور نور مشکوک وسلوال هم ووژل.

البته پوځ دا نه دي ویلي چې هغه عملیات یې د شمالي وزیرستان په کومه برخه کړې کړې دي.

د بیان له مخې، مشکوکو وسلوالو پر ډېورنډ کرښه له "افغانستانه" شمالي وزیرستان ته "د اوښتو هڅه کوله" چې له پاکستانیو سرتېرو سره یې "سخته نښته" وشوه چې پکې د "حضرت عمر او رحمان نیاز" په نوم دوه "ترهګر" ووژل او درې ژوبل شول.

پوځ په بیان کې زیاته کړې چې پاکستان په بیا بیا د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې پر پوله دې د وسلوالو د تګ راتګ مخه ونیسي او ورڅخه "هیله لري" چې "خپله ذمه واري پوره کړي او د پاکستان پر وړاندې به د ترهګرو فعالیتونو لپاره د افغانستان د خاورې د کارېدو مخه ونیسي."

د پاکستان پوځ دا نه دي ویلي چې په هغو پېښو کې یې د کومې ډلې وسلوالو ته مرګژوبله اړولې ده. تر اوسه کومې وسلوالې ډلې هم د پوځ د دعوو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

البته اسلام اباد تر دې مخکې هم د طالبانو پر حکومت تور پورې کړی دی د تحریک طالبان پاکستان (ټي تي پي) په ګډون یې نورو وسلوالو ته پټنځایونه ورکړي دي او ورڅخه یې د ټي ټي پي د وسلوالو ورسپارلو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو حکومت لا د پوځ په تازه بیان کې د دعوو او څرګندونو په ځواب کې څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی دی چې هېچا ته د افغانستان خاوره د بل پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د روان کال په جنورۍ کې ویلي ول چې حکومت یې "پاکستان په شمول هېڅ ګاونډي هېواد ته د ضرر پېښولو او ستونزو جوړولو اراده نه لري."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په جنورۍ کې ویلي ول چې ټي ټي پي د پاکستان داخلي موضوع ده چې اسلام اباد یې باید حل کړي.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ټي ټي پي ډله په افغانستان کې پټنځایونه نه لري.

خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

په شمالي وزیرستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې چې پکې د امنیتي سرتېرو په ګډون ولسي خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.

امنیتي سرتېري وخت په وخت هلته له وسلوالو سره د نښتو او ورته د مرګژوبلې اړولو ادعاوې کوي خو د دې سربېره هم په شمالي وزیرستان کې د ناامني پېښې دوام لری.

وسلوالو د مارچ په اتمه د میرلي د اېپي کلي مشر ملک ابراهیم په هرمز اډه کې وویشت. تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۸مه د میرلي په خیسور کې وسلوالو یو بل ځای مشر ریس خان په هدف کړی وو.

د سږ کال له پیل راهیسې په شمالي وزیرستان کې ۱۲ هدفي حملې شوې دي چې یوشمېر کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.

د مشال راډیو د ارقامو له مخې، په ۲۰۲۳ز کال کې په شمالي وزیرستان کې ۴۴ هدفي بریدونه شوي ول چې تر ۵۰ زیات ولسي خلک، ځايي مشران، فعالان او ولسي او امنيتي چارواکي پکې په نښه شوي ول.

XS
SM
MD
LG