د امریکا د دفاع وزیر لایډ اسټن ویلي دي چې د جمهوري غوښتونکو (رېپبلېکنز) د مخالفت له امله د استازو په جرګه کې د اوکراين د ۶۰ اربه ډالرو مهمو پوځي مرستو پیکېج بند پاتې دی خو واشنګټن به بيا هم د روسیې د "بې له پارونې یرغل" پر وړاندې د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي.
اسټن د مارچ پر ۱۹مه په جرمني کې د اوکراین د دفاعي تماس ډلې د غونډې په پیل کې د کییف د څه باندې ۵۰ متحدینو استازو ته وویل "امريکا به اجازه ور نه کړي چې اوکراین ناکام شي."
په هغه غونډه کې د اوکراینيو ځواکونو لپاره د پوځي ملاتړ د زیاتولو پر لارو چارو خبرې وشوې ځکه چې هغوی په ختیځ محاذ کې د روسیې د پرمختګ د مخنیوي لپاره مبارزه کوي او د توپخانې د مهماتو د کمېدو په حال کې دي.
دا هم وګورئ:
یوشمېر هندي وګړي وايي له روسیې په زور د اوکراین جګړې ته استول کېږيروسیې سره په جګړه کې په ۲ کلونو کې ۳۱۰۰۰ اوکرایني عسکر وژل شوي ديغربي هېوادونو د روسیې ضد جګړه کې د اوکراین ملاتړ ته د دوام ورکولو ژمنه کړې دهاسټن غوندې ته وویل، "د اوکراین پوځیان له سختو شرایطو او جګړو سره مخامخ دي او د اوکراین ملکي وګړي بيا د روسیې د توغندیو او ایراني بې پیلوټه الوتکو دوامداره بريدونه زغمي. خو نه به اوکراین شا ته ولاړ شي او نه هم امريکا."
اسټن چې د پروسټاټ سرطان تر درملنې وروسته په خپل لومړي بهرني سفر دی، تر غونډې وروسته یې خبریالانو ته وویل چې د اوکراین بقا "له خطر سره مخامخ ده."
نوموړي زياته کړه چې هغه "د امريکا د امنیتي مرستو او مهماتو د دوامداره ساتلو لپاره بشپړ هوډ لري."