د بنو په بکا خېلو کې د اپریل پر پینځمه ځایي خلکو د هوایي ډزو او په یوه پایه د موټرسایکلو د ځغاستې خلاف لاریون ترسره کړ.
دغه لاریون چې پکې د سیمې مشرانو او ځوانانو ګډون وکړ، د خیر ښېګړې د یوې غیر سرکاري ادارې "پوهه" لخوا ترسره شو او مقصد یې د خوشالیو په مختلفو وختونو کې د هوایي ډزو د مخنیوي او د موټر سایکلو د رییس خلاف د خلکو پوهه زیاتول وو.
د دغه ادارې د بکا خیلو د ځوانانو تنظیم یو غړي غني الله مشال راډیو ته وویل چې اکثره وخت پښتانه د اختر میاشت د لیدو، د واده ښادۍ او دا شان د ځینو نورو خوشالیو د لمانځلو پر وخت هوایي ډزې کوي چې له دغې سره زیاتره وخت خلکو ته ځاني تاوانونه رسېدلې دي. نوموړی وايي: "له دې لاریون څخه مو موخه په خلکو کې دا شعور بیدارول دي چې داسې سرګرمۍ دې نه کوي چې له وجې یې د چا خوشالي په خپګان بدله شي."
د لاریون ګډونوالو مشال راډیو ته وویل، خوشالۍ او مېلې به پخوا هم خلکو لمانځلې خو په پرامنه لاره، چا ته به یې ځاني یا مالي زیان نه رساوه، خلکو به اتڼونه کول، نندارې به وې، بنډارونه به ول خو اوس د هوايي ډزو او د ګاډو د ځغاستې د مقابلو له وجې د خوشالۍ موقعې په غم بدلېږي.
د پوهه تنظیم یو بل غړي صمد خان مشال راډیو ته وویل: "موږ له پکار دي، داسې فعالیتونه وکړو چې مینه ترې خورېږي، نه دا چې چاله ترې نقصان ورسېږي. موږ له نه دي پکار چې د ځان د خوشالولو لپاره، د بل چا کاله ته وېر ورولو."
دا هم وګورئ: د کورمې مشرانو په ناامنۍ کې د ککړو عناصرو د نیولو غوښتنه کړې دهد خیبر پښتونخوا د نورو سیمو په شان په وزیرستانونو کې به هم پخوا د اختر نه وړاندې میلې شروع کیدې چې د اختر تر پینځمې نېټې پورې به یې دوام کاوه. په دغو مېلو کې به روایتي موسیقي (ډول سرنا) غږول کېده او ځوانانو به ورته اتڼونه کول خو په دې وروستیو څو کلونو کې بدامنۍ د اختر هغه رنګونه پیکه کړې دي.
بلخوا د بنو ضلعې پولیس چارواکي وایي، د اختر په شپه او یا د نورو خوشالیو پر وخت په هوایي ډزو کې اکثره ماشومان او یا په کورونو کې ښځې په نخښه کیږي او دوی یې د مخنیوي لپاره هلې ځلې تېزې کړې دي.
د بنو د پولیسو ویاند بشیر احمد د اپریل په پینځمه مشال راډیو ته وویل، د هوايي ډزو، پټاخو او د نورو داسې سرګرمیو خلاف د هغوی عملې جدي اقدامات پیل کړې دي.