د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې مشرانو په ناامنۍ کې د ککړو عناصرو د نیولو غوښتنه کړې ده


په کورمه کې د ناامنۍ ضد فعالان په پېښور کې احتجاج کوي ـ پخوانی انځور.
په کورمه کې د ناامنۍ ضد فعالان په پېښور کې احتجاج کوي ـ پخوانی انځور.

د کورمې مشرانو له حکومته غوښتي دي چې پر مساپر وړونکو ګاډو دې په وروستیو حملو کې ککړ کسان ونیسي.

هغو مشرانو د مارچ پر ۲۱مه له مشال راډیو سره په خبرو کې په سیمه کې د امنیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

دا تر هغې وروسته ده چې د مارچ پر ۲۰مه په پیواړ کې د سنیانو پر ګاډي په برید کې یو کس ژوبل شو. پر هم هغه ورځ ځینو کسانو د شیعه مساپرو یو ګاډی په کاڼو وویشت.

د سدې یو مشر عبدالولي خان وايي چې هلته په تېرو دوو میاشتو کې وضعیت ښه شوی وو چې اوس یې د بیا خرابولو هڅې کېږي نو ځکه دې چارواکي په وروستي برید کې ککړ کسان ژر معلوم او ګرفتار کړي.

هغه وویل "اهل تشیع هم غواړي چې په کورمه کې امن وي او اهل سنت هم غواړي چې په کورمه کې امن وي او لارې د هر څه لپاره خلاصې وي او هر سړی ورباندې په ازادۍ تګ راتګ کولای شي. نو دا [برید چې] هر چا کړی وي، له حکومته موږ مطالبه کوو چې هغه دې فوراً ګرفتار کړي."

د شیعه ګانو د انجمن حسینیه ویاند حاجي منور حسین له حکومته د پیواړ د وروستۍ حملې د بې طرفه پلټنو غوښتنه وکړه.

تر اوسه پولیسو یا ضلعي انتظاميې د هغو پېښو په اړه څه نه دي ویلي خو په قامي اسمبلۍ کې د کورمې استازي حمید حسین د مارچ پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې له پولیسو سره د پېښو پلټنې کوي.

په کورمه کې د تېر ۲۰۲۳ز کال له اکتوبر راهیسې پر مساپر وړونکو ګاډو په بریدونو کې شاوخوا ۲۵ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د دې له وجې هلته پر سړکونو تګ راتګ اغېزمن شوی وو او ولسونو لارې هم تړلې وې چې وروسته د دواړو لوریو ترمینځ د موافقې له مخې پرانیستل شوې.

په کورمه کې پر مساپر وړونکو ګاډو تر ټولو زیات بریدونه د روان ۲۰۲۴ز کال په لومړۍ میاشت کې وشول.

د جنورۍ پر لومړۍ نېټه په کورمه کې وسلوالو په یو ګاډي ډزې وکړې چې درې کسان پکې ژوبل شول. د جنورۍ پر څلورمه د ټل او پاړه چینار پر مرکزي سړک پر ټیکسي موټر پر ډزو کې یو تن ووژل شو.

د جنورۍ پر اوومه وسلوالو د سدې له پله سره نېږدې پر مرکزي سړک پاړه چینار ته پر روان ګاډي ډزې وکړې چې پکې د یوې ښځې په ګډون درې ولسي وګړي ووژل شول او یو ژوبل شو.

وسلوالو وروسته په هم هغه ځای کې پر یو بل مساپر وړونکي ګاډي ډزې وکړې چې پکې د پوځ یو سرتېری ووژل شو او بل ژوبل شو.

د جنورۍ پر اتمه پر ټل - پاړه چینار سړګ په یو ګاډي د وسلوالو په ډزو کې یو تن ژوبل شو.

پر ګاډو د ډزو پر ضد د سیمې خلکو وخت په وخت احتجاجونه کړي او په بریدونو کې یې د ککړو کسانو د نیولو غوښتنه کړې ده.

تر احتجاجونو وروسته، چارواکو هغه ویلي ول چې اضافي امنیتي سرتېري د لارو د خوندیتوب لپاره ګزمې کوي او پر مساپر وړونکو ګاډو یې تر بریدونو وروسته د عامه نظم زیانمنولو د مخنیوي قانون له مخې شاوخوا ۵۰ مشکوک کسان نیولي دي.

تر دې وروسته پر مساپر وړونکو ګاډو د بریدونو لړۍ تر څه وخته پورې درېدلې وه.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG