د میرامشاه استادانو "په تعليمي‌ادارو کې د انتظامیې د مداخلې" پر ضد احتجاج کړی دی

استادان د احتجاج په حال کې

د شمالي وزيرستان په ميرامشاه کې د سرکاري او شخصي سکولونو استادان له تېرو دوو ورځو راهيسي په احتجاج دي او غوښتنه کوي چې ضلعې انتظاميې دې بې ځايه مداخلت ختم کړي.

په ميرامشاه کې ځينو استادانو د مې پر ۱۵مه مشال راډيو ته وويل چې د مقامي انتظاميې چارواکي ښوونځیوو (سکولونو) ته ورځي، د استادانو بې عزتي او په کارونو کې لاسوهنه کوي. د دوی په وينا تر هغې پورې به یې احتجاج جاري وي تر څو ورته حکومت د مداخلې بندولوډاډ نه وي ورکړی.‌

د استادانو د اتحاديي مشر پروفيسر اسد الله داوړ د احتجاج پرمهال وويل چې بايد د استادانو احترام وشي او غير متلعقه چارواکي د دوي په چارو کې مداخلت کوي. هغه زياته کړه چې انتظاميي چارواکو کارپه سيمه کې امنيت پرځای ساتل دی، نه دا چې په سکولونو کې د استادانو بې عزتي وکړي.

د دې احتجاجونو له امله په میرامشا کې ښوونځي تړلي دي.‌

خو د شمالي وزیرستان ځايي‌چارواکي‌د استادانو دعوې ردوي. د ضلعي انتظامې میرعلي تحصیلدار غني الرحمان وزیر د مې پر ۱۵مه، په میرامشاه پریس کلب کې خبریالانو ته وویل چې د صوباي حکومت په هدایاتو د سکولونو فعالولو مهم يې پيل کړي دي. د هغه په خبره د اقداماتو په ترڅ کې یې د غيرحاضرو استادانو پر ضد کاروايي‌کړې ده.

د نوموړي په خبره د ځايي انتظامیې مداخله د تعليمي‌ادارو د بهترۍ لپاره ده. د هغه په وينا د نهم او لسم ټولګيو په امتحانونو کې یې د نقل د مخنیوي لپاره د مرستیال کمیشنر په امر اقدامات کړي چې پکې دفعه ۱۴۴ هم شامله ده.

د تعليم څانګې د شمېرو ترمخه، په شمالي وزیرستان کې ۱۰۰۴ تعلیمي ادارې دي چې په وینا يې سکولونه فعال شوي دي. خو ځايي خلک شکایت کوي چې په ليرې پرتو سيمو کې ځيني ښوونځي وران دي، ځيني فعاله نه دي‌او په ځينو کې پوره استادان نشته.