په شمالي وزیرستان کې د نجونو سکولونو استادانو او زده کونکو له حکومته غوښتنه کړې چې پر ټولنیزو رسنیو د هغوی د ځورونې او کردار کشۍ مخنیوی وکړي.
د جون پر ۲۴مه په میرامشا کې د احتجاج په مهال ښځینه زده کونکو او استادانو وویل چې په وروستیو کې هلته د تعلیم څانګې مشرې او نورو استادانو پرضد پر ټولنیزو رسنیو کمپاین پیل شوی چې له وجې یې پر هغوی ټولنیز او ذهني فشارونه زیات شوي او د زده کړې عمل یې ورسره اغېزمن شوی دی.
په احتجاج کې شریکې د میرامشا د نجونو د سکول ښوونکې، مشال راډیو ته وویل چې د ښځینه استادانو او افسرانو کردار کشي سره د هغوی ژوند له خطر سره مخ کېږي.
هغې وویل تر ډېره وخته په سیمه کې د نجونو سکولونه بند ول او اوس چې خلاص شوي نو د هغې په خبره د یوې منصوبې له مخې د ښځینه کارکونکو د بدنامولو هڅې کېږي.
هغې زیاته کړه '' زموږ په ښځینه افسره پسې دومره پروپیګنډه وشوه چې په قبایلي ټولنه کې یې مثال نشته. مونږ د دې د مخنیوي لپاره احتجاج ته راوتې یو. نن زموږ د ښځینه استادانو خپل دفتر دی، موږ ته ښځینه افسره په لومړي ځل راغلې ده. زموږ ټولې مسلې نن حل کیږي، سکولونه اباد شوي خو په ټولنیزو رسنیو روان کمپاین که بند نه شو نو دا زموږ ژوند خطر ته اچوي."
په شمالي وزیرستان کې د تعلیم څانګې مشره عنیقه خټکه یوه له هغو ښځو ده چې پر ټولنیزو رسنیو یې د نامالومه اکاونټونو څخه د ځورونې هڅه شوې.
هغې مشال راډیو ته وویل چې د ضلعې په بېلا بېلو برخو کې ځینې خلکو د ښوونځو له ودانیو حجرې جوړې کړې وې خو له کله راهیسې چې هلته تعلیمي چارې پیل شوي نو ځینو خلکو ورپسې خبرې پيل کړې.
دې وویل، '' د مودو نه سکولونه بند پراته ول، دې لپاره مو هڅې وکړې او اوس ۴۰۶ سکولونو کې یوازې ۵۰ بند پراته دي او د هغې وجه هم د ښځینه استادانو کمي ده. اوس هم ډیر سیټونه خالي دي. زما یو خواهش دې چې هره نجلۍ زده کړې وکړي، تعلیم د هرې نجلۍ حق دی، چې د ټول نسل تربیت وکړي."
د استادانو او زده کونکو د غوښتنو په اړه د شمالي وزيرستان انتظاميې مشال راډيو ته ويلي، پر ټولنيزو رسنيو فعال هغه اکاونټونه يې معلوم کړي چې د ضلعې د تعليم څانګې د مشرې او نورو ښځينه استادانو ضد خبرې ورڅخه خپرېږي. د دوی په وینا، د دې خلاف به قانوني کار روايي کوي.