د پاکستان او افغانستان ترمینځ د دوه اړخيزه تجارت د زیاتولو په خاطر د نوې موافقې له مخې د جون پر دویمه له افغانستانه څخه د خرلاڅو له لارې مال وړونکي لارۍ پاکستان ته داخلې شوې دي.
دا خبره د پاکستان او افغانستان د سوداګرو ګډې خونې يو مشر ضیاوالحق سرحدي د جون پر دویمه مشال راډیو ته وکړه.
ده وويل چې په کابل کې د پاکستان سفارت افغان ډرايورانو ته د داخلې موقتي اسناد ورکړي دي.
دا هم وګورئ:
د خیبر قبایلي مشران وايي، پاکستان دې له افغانستانه د څارویو وړلو اجازه ورکړي د انګور اډې قومي مشران: له افغانستان سره دې تګ راتګ بې وېزې او بې پاسپورټه شيد خیبر سوداګرو له افغانستان سره په تجارت کې د خنډونو ختمولو غوښتنه کړې دهد پېښور په افغان کونسلګرۍ کې پر کابل د واکمنو طالبانو استازي حافظ محيب الله مشال راډيوته وويل چې دوی به هم ورته اسناد د پاکستان ټرانسپورټرانو ته ورکوي چې د جاري کولو لپاره يې له کابله يو چارواکی پېښور ته رسېدلی دی.
د پاکستان او افغانستان د ځواکونو ترمینځ د نښتو او د اسلام اباد له لورې د مال وړونکیو ډرايورانو او کاروباریانو لپاره د پاسپورټ او ويزې شرط لازمي کېدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمینځ تجارت کم شوی دی.
د سوداګرۍ د زیاتولو په خاطر د پاکستان يو پلاوی د روان ۲۰۲۴ز کال په مارچ کې د تجارتي چارو د وزارت سېکرېټر خرم اغا په مشرۍ کې د کابل سفر وکړ.
دوی وویل چې هلته یې له طالب چارواکو سره وليدل او دواړو غاړو موافقه وکړه چې یو بل هېواد ته د تګ راتګ لپاره به ډريورانو ته به د داخلې لنډمهاله اسناد یا ټمپرېري اېډمېشن ډاکومنټ ورکوي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
دا اسناد به د يوه کال لپاره ورکول کېږي چې د روان ۲۰۲۴ز کال له جون څخه پیلېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او وېزې شرط ايښی دی او دريځ لري چې دا کار د امنيت لپاره ضروري دی.
د دې شرطونو له وجې د دواړو غاړو سوداګري کمه شوې ده. په چمن، تورخم، وزیرستان او کورمه کې خلکو د دې قوانينو پر ضد مظاهرې کړې دي.
په چمن او انګور اډه کې د ۲۰۲۳م کال له اکتوبر او نومبر څخه احتجاجونه روان دي خو د پاکستان حکومت یې غوښتنې نه دي منلي.