د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر قبایلي مشران وايي، پاکستان دې له افغانستانه د څارویو وړلو اجازه ورکړي


د خیبر سیمې خلک په ځانګړې توګه لوی اختر کې له افغانستانه پسونه یا ګډان ور وړي.
د خیبر سیمې خلک په ځانګړې توګه لوی اختر کې له افغانستانه پسونه یا ګډان ور وړي.

د خیبرپښتونخوا د قبایلي ضلعې خیبر یو شمېر قبایلي مشرانوغوښتنه کړې ده چې د تورخم دروازه دې په بشپړ توګه پرانیستل شي.

دوی مشال راډيو ته وويل چې د جون په مياشت کې لوی اختر دی او ډيری خلک د څارويو کاروبار کوي نو بايد چې اسانتياوې ورته برابرې شي.

د لواړګي تحصيل چيرمين شاه خالد خان د مې پر ۲۶مه له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د پاکستان حکومت دې له افغانستان سره د تورخم تر څنګ ټولې لارې د ازاد او بشپړ تجارت لپاره پرانیزي.

ده وویل، " له مودو راهسې به واړه څاروي پر تورخم دروازه له افغانستانه لنډي کوتل منډیو ته راوړل کیدل او ډير په ارزانه بیه پریوتل خو اوس یې د کسټم چارواکي او ایف سي ځواک نه راپریږدي."

د افغانستان او پاکستان ترمينځ د بار وړونکو ګاډو د چلوونکو لپاره د پاسپورټ او ويزې شرط ختم شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:28 0:00

د خیبر ولسي وګړي وایي دا ګډان نه یوازې د لوی اختر قربانۍ لپاره راوړل کیږي بلکې دلته په سلګونه خلکو روزګار هم ورسره تړلی او ټول کال یې د روایتي خوړو په توګه هم استعمالوي.

د خوګا خیلو یو مشر نجیب خان وویل، " پکار ده چې په تورخم کې په بیړنۍ توګه د قرنطین عمله وګمارل شي، موږ دې ته تیار یو چې څاروي مو پر پوله قرنطین شي او فیومیګیشن یا جراثیم کش سپرې پرې وشي او که کسټم والا پرې څه محصول غواړي هغې ورکولو ته هم تیار یو."

شاه خالد خان وویل چې نن سبا په نړۍ کې اقتصاد ته ډيره توجه ورکول کیږي او پکار ده چې پاکستان د اقتصاد د ودې لپاره له افغانستان سره خپلې تجارتي پالېسۍ نرمې کړي.

نوموړي زیاته کړه، "زموږ او د افغانستان ژبه، دود او کلتور یو دي، خپلوۍ ورسره لرو نو باید د ډيورنډ پر کرښه د پرتو قومونو ترمنځ اړیکې دې د پرې کولو پر ځای زیاتې شي."

په تورخم کې د کسټم یوه چارواکي د خپل نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د کسټم او پاکستان د خوړو د خوندیتوب او څیړنې وزارت له قوانینو سره سم هر تن کولای شي چې له افغانستان څخه پاکستان ته څاروي راوړي."

خو د ده په وینا، دا به لومړی پر پوله قرنطین کیږي، جراثیم کش سپرې به پرې پاشل کیږي او بیا به پرېښودل کېږي چې خیبر ته یوړل شي.

خو د خیبر ولسي استازي‌ وايي، تر اوسه په تورخم کې د قرنطین عمله نشته او د سپرې پاشلو کوم نظام هم موجود نه دی. د دوی په وینا، تر څو چې دا مسله هوارېږي، په کار ده چې تر متبادل نظام لاندې د څاروو راوړو اجازه ورکړل شي.

د پاکستان حکومت له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او وېزې شرط ايښی دی او دريځ لري چې دا کار د امنيت لپاره ضروري دی.

د دې شرطونو له وجې د دواړو غاړو سوداګري کمه شوې ده. په چمن، تورخم، وزیرستان او کورمه کې خلکو د دې قوانينو پر ضد مظاهرې کړې دي.

په چمن او انګور اډه کې د ۲۰۲۳م کال له اکتوبر او نومبر څخه احتجاجونه روان دي خو د پاکستان حکومت یې غوښتنې نه دي منلي.

XS
SM
MD
LG