د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انګور اډې قومي مشران: له افغانستان سره دې تګ راتګ بې وېزې او بې پاسپورټه شي


د پرلتوالو استازي وايي په پېښور کې له چارواکو سره تر خبرو وروسته به اسلام اباد ته ځي.
د پرلتوالو استازي وايي په پېښور کې له چارواکو سره تر خبرو وروسته به اسلام اباد ته ځي.

د جنوبي وزیرستان د انګور اډې د پرلتوالو په استازیتوب د قبايلي جرګې مشرانو په پېښور کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې د انګور اډې پر تجارتي لار د ځايي‌خلکو لپاره د پاسپورټ او ويزې شرط نه مني.‌

د مې پر ۱۵مه، په پېښور پریس کلب کې د خبرو په مهال دغو قومي مشرانو زیاته کړه چې د افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره د پاسپورټ او ویزې درلودو پالیسي ځکه د منلو وړ نه ده چې دواړو خواوو ته ددوی خپل خپلوان اوسیږي. د دوی په خبره، د پاکستان حکومت لخوا د سفري‌اسنادو شرط د دوی غم،‌ ښادۍ او سوداګري خرابه کړې ده.

د انګور اډې خلک له تېرو ۷ میاشتو راهیسې د پاسپورټ او ويزې د شرط لازمي‌کېدو پر ضد احتجاج کوي. د دوی له استازو څخه، مولانا تسبیح الله په پېښور کې له خبرې غونډې وروسته، مشال راډيو ته وویل چې خلک نه شي‌کولی هر وخت وېزې واخلي‌يا پاسورټونه جوړ کړي. د نوموړي په وينا د افغانستان غاړې پکتيکا او د پاکستان غاړې جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې يو قام اوسيږي چې د ویزې د لازمي کېدو له وجې د يو بل په ښاديوو او فاتحو کې ګډون نه شي کولی.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال له نومبر راهیسې له افغانستان سره پر انګور اډې، تورخم، چمن او نورو لارو د تګ راتګ لپاره د قانوني سفري اسنادو لرل لازمي کړي دي. له دې وجې پر ډيورنډ کرښه مېشتو خلکو او سوداګرو احتجاجونه کړي دي خو حکومت خپله پرېکړه بیرته نه ده اخیستې. چارواکي‌وايي د امنيتي ساتلو لپاره ضروري ده چې هر څوک د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او وېزه وکاروي.

په پېښور کې د خبري غونډې په مهال د انګور اډې مشرانو دا هم وويل چې د پاسپورټ د لازمي کېدو شرط د دوی د قام هغه بچي له تعليمه بې برخې کړې دي چې په پکتیکا کې اوسېږي خو ښوونځي يې د وزيرستان په خوا کې وو. دوی زیاته کړه چې حکومت دې زر تر زره خپله پالیسي بدله کړي.

له جنوبي وزیرستانه د صوبايي‌ اسمبلۍ غړي اصف خان هم د دغو مشرانو له خبرو سره اتفاق وښود. هغه زیاته کړه چې وفاقي‌ حکومت دې داسې پالیسي جوړه کړي چې پر ډيورنډ کرښه دواړو غاړو ته اوسېدونکو پښتنو ترمنځ تګ راتګ او اقتصادي راکړه ورکړه اسانه شي.

د انګور اډې د پرلتوالو جرګې په خبري غونډه کې وويل چې په دې اړه به د خیبر پښتونخوا صوبايي او په اسلام اباد کې له وفاقي چارواکو سره هم خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG