د سوات پولیس وايي، د مدین پېښه کې ککړو ۲ کسانو ضد یې مقدمه لیکلې ده

د جون پر ۲۰ پارېدلو خلکود سلیمان تر وژنې وروسته د مدین تاڼې ته اور واچوه.

د خیبر پښتونخوا د سوات پولیسو د مذهبي مقدساتو سپکاوي په تور د وژنې په پېښه کې د دوو کسانو پرضد اېف ای ار لیکلی دی خو تراوسه یې څوک نه نیولي نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جون په ۲۰ مه د سوات په مدین کې قهرېدلو خلکو د پنجاب یو اوسیدونکی، سلیمان، مقدساتو ته د سپکاوي پر تور وواژه.

بلوه ګرو د مدین په تاڼه هم برید وکړ، نهه ګاډي، ۱۰ موټرسایکلونه او د تاڼې ریکارډ ته یې اور واچاوه.

چارواکي وایي، سلیمان په تاڼه کې د پولیسو په وړاندې په ځان مذهب ته د سپکاوي تور رد کړی وو.

د جون پر۲۱مه، په مدین کې د پولیسو سیمه ییز مشر محمد علي ګنډاپور خبریالانو ته وویل چې پولیسو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي او د وژل شوي تن او بلوه ګرو پرضد یې دوه مقدمې ثبت کړې دي.

د چارواکیو په وینا، په سیمه کې وضعه عادي ده او د جون پر ۲۲مه، کالام ته تلونکې لاره او د مدین بازار پرانستل شوي دي.

دا هم وګورئ:

ګنډه پور سوات کې د مذهبي مقدساتو د سپکاوي په تور د یو کس د وژنې د پلټنو امر کړی دیسوات کې پارېدلو کسانو یو سړی د مذهبي مقدساتو سپکاوي په تور وژلی دیپه مردان کې پارېدلو خلکو یو سړی د مذهب سپکاوي په تور وژلی دید مشال خان قضیه: یوه تن د مرګ سزا او پنځه ټول عمر بندي

سوات د کاروباریانو ټولنې مشر، عبدالرحیم د جون پر۲۱مه، په مینګوره کې خبریالانو ته ویلي چې دا کار د سوات سیلګرۍ او کاروبار ته د زیان رسولو لپاره شوی دی. نوموړي زیاته کړه چې د سوات خلک به منفي عناصرو ته د بریا اجازه ورنه کړي.

د پاکستان د علماو شورا دا پېښه په کلکه غندلې او ټینګار یې کړی چې نه اسلامي قانون او نه هم د پاکستان اساسي قانون د کوم انسان د وژلو یا سوځولو اجازه ورکوي.

د شورا مشر حافظ محمد طاهر محمود اشرفي او نورو لخوا په ګډه اعلامیه کې د دغه شان پېښو په زیاتېدونکي شمیره ژوره خواشيني څرګنده کړه. په اعلامیه کې له پولیسو او عدلیې غوښتنه شوې ده چې دا ډول قضیې له هر ډول جوړجاړي، شخصي ګټو او وېرې پرته وڅېړي او ذمه وارو ته یې سزا ورکړي.

په پاکستان کې مذهبي سخت دریزي او فرقه ایز تشدد د پخواني پوځي واکمن، جنرال ضیاء الحق، په دوره کې وده وکړه. د سرکاري شمېرو له مخې، د ۱۹۲۷ او ۱۹۸۶ کلونو ترمینځ په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي یوازی ۱۴ پېښې راپور شوي وې. خو وروسته په قوانینو کې د بدلونونو نه وروسته دغه شمېره په چټکۍ سره لوړه شوه.

د یادونې وړ ده چې د ۱۹۸۷ او ۲۰۲۰ کلونو ترمینځ لږترلږه ۲۱۲۰ کسان مذهب ته پر سپکاوي تورن شوي دي.