د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال خان قضیه: یوه تن د مرګ سزا او پنځه ټول عمر بندي


د خیبر پښتونخوا د هريپور ترهګرۍ ضد عدالت د چارشنبې پر ورځ د مشال خان د وژنې د قضیې فیصله واوروله چې پکې یوه تن عمران علي ته د مرګ سزا واورول شوه، پنځو نورو ته بیا د عمري بند سزا حکم وشو او ۲۵ نورو ته یې د څلور څلور کلونو لپاره د بند سزا واوروله او ۲۶ نور یې بري کړل.

د مشال خان وکیل وايي، دا یو ډېر ځانګړی او حساس کېس وو پکار وه چې مجرمانو ته تر دې هم سخته سزا اورول شوې وای. د نوموړي په خبره دا یوازې د مشال خان وژنه نه وه بلکې په دې کې حکومتداري ننګول شوې وه. په دې کې د قانون سرغړونه شوې وه. د مشال خان له وژنې سره د پاکستان نوم نه یوازې په جهاني کچه بلکې په سیمه ییزه کچه بد شوی وو.

وکیل فضل خان وايي، کله چې یوه ډله د یوه کس د وژنې په نیت وتلې وي او هغوی دا کړنه یا عمل ترسره کړي نو د قانون له مخې به سزا هم ټولو ته ورکول کېږي. په دې کې بیا دا نه کتل کېږي چې یوه تن له توپنچې سره ګوزار کړی، بل له کاڼي سره او یوه له لرګي سره.

“زوی مشال خان مې يوازې پر اوسني نظام نيوکې کولې”
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:50 0:00

د مشال خان وکیل وویل چې دوی به د هغو کسانو خلاف بیا عدالت ته ځي چې د خوشېکېدو امر یې شوی دی، د نوموړي په خبره دغه ټول کسان د مشال خان په وژنه ککړ وو نو ځکه یې بره عدالت ته د تلو فیصله کړې ده.

دی زیاتوي د هغه کسانو خلاف به هم اپیل کوي چې عدالت ورته کمه سزا اورول ده، دوی غواړي چې دغه ککړو ته دې هم زیاته سزا واورول شي. او د ټولو ۵۷ کسانو خلاف به اعلا عدالت کې خپل اپیل وړاندې کوو.

وکیل فضل خان د نننۍ ورځې د عدالتي کاروايي په اړه مشال راډيو ته وویل چې د مشال خان په وژنه کې ککړ یوه تن عمران علي ته یې ځکه د مرګ سزا واوروله، چې د عدالت په ګمان دغه کس پر مشال خان د توپنچې ډزې کړي نو د مرګ سزا یې هم پر دغه بنیاد ورته اورولې. او پنځو نورو ته چې د ټول عمر بند سزا واورول شوه هغوی د مشال خان په وژنه کې لارس لرل منلی وو او د هغوی لیکلي بیانونه دي.

وکیل فضل خان وايي چې د دې فیصلې خلاف د قانون له مخې په اوو ورځو کې دننه اپیل کېدلای شي نو د مشال خان چې ځومره وکیلان دي په سلا به د دغه عدالتي پرېکړې ضد خپل اپیل جمع کوو.

مشال خان په خپل پلرني ټاټوبي کې خاورو ته وسپارل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:59 0:00

مشال خان د ۲۰۱۷م کال په ۱۳م اپرېل د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې لسګونه بلوه ګرو زده کوونکیو مذهب ته د سپکاوي په تور وواژه خو وروسته د پولیسو په پلټنو ګروږنو کې د زده کوونکیو دغه ادعاوې ناسمې ختلې وې چې ګواکې مشال خان مذهب ته سپکاوی کړی وو.

د مشال خان وژنې نه یوازې د هغه کورنۍ ته لوی ویر پرېښود بلکې خویندې یې هم له تعلیمه محرومې شوې

XS
SM
MD
LG