د پاکستان قامي اسمبلۍ د يو قرارداد په منظورولو سره له حکومته غوښتنه کړې ده چې د پارېدلو کسانو لخوا د مذهب د سپکاوي په نوم د خلکو وژنې ودروي.
د قامي اسمبلۍ پر اېکس (پخواني ټويټر) اکاونټ خپره شوې ويډيو کې ښکاري چې د جون پر ۲۳مه د قانون وزیر اعظم نزیر تارړ يو قرارداد وړاندی کړ. تارړ چې د مسلم ليګ (ن) مخکښدی، په وفاق او پنجاب کې په خپلو حکومتونو او په خیبرپښتونخوا کې د تحريک انصاف پر حکومت غږ وکړ چې د مقدساتو د سپکاوي په نوم وژنو مخنيوي لپاره ګامونه واخلي.
تارړ دا نه دي ويليچې دی پخپله د قانون د وزير په توګه د پارېدلو خلکو لخوا د وژنو ودرولو لپاره څه کوي. خو زیاته یې کړه چې هر کس د ژوند حق لري او په پاکستان کې د دې وژنو زیاتېدل اندېښمنونکی حالت رامنځته کړی دی. هغه د وروستيوو پېښو د پلټنو او پکې ښکېلو کسانو ته د سزا غوښتنه وکړه.
National Assembly adopts resolution strongly condemning mob lynching incidents in Swat and Sargodha. It also urged the federal and provincial governments to take all possible measures to ensure safety and security of all citizens especially minorities.The resolution was moved… pic.twitter.com/RWE726bO94
— National Assembly 🇵🇰 (@NAofPakistan) June 23, 2024
د سوات په مدین کې د جون په ۲۰مه ځايي اوسېدونکو له سیالکوټه ورغلی یو سېلانی مذهبي مقدساتو ته د سپکاوي په تور وواژه. د پولیسو په وېنا، دغه سېلګر په تاڼه کې موجود وو چې بلوه ګرو د مدین په تاڼه هم برید وکړ. چارواکي وایي چې وژل شوي کس په تاڼه کې د پولیسو په وړاندې په ځان مذهب ته د سپکاوي تور رد کړی وو.
د سوات پولیسو د هغه کس د وژنې او پر تاڼې د برید په تړاو مقدمې دایرې کړې دي. د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي د جون پر ۲۳مه وویل چې په هغه پېښه کې یې د ککړتیا په تور ۲۲ تنه نیولي دي.
پر دې سربیره، د مې پر ۲۵مه د پنجاب په سرګودها کې پارېدلو کسانو د دیني مقدساتو د سپکاوي په تور یو عیسايي وګړی وواهه او ژوبل یې کړ. دغو خلکو وروسته د تورن کس د کورنۍ د بوټانو جوړولو کارخانې ته اور واچاوه. د سرګوهې پولیسو رسنيوو ته په لېږلي بیان کې ويلي چې د دې پېښې په تړاو یې له سلو زیات کسان نيولي دي.
له دې پېښو وروسته، د جون پر ۲۳مه، د پاکستان د بشري حقونو کمېشن ويلي وو چې پارلېمان دې د "بنسټپالنې او د بلوه ګرو د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره ګډ هوډ ښکاره" کړي. کمېشن د جون پر اېکس په بیان کې له وفاقي اېتلافي حکومته هم غوښتي دي چې د دې ډول پېښو مخنیوي اقدامات دې وکړي.
په پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي په نوم پېښې کېږي چې پکې زیاتره تورن کسان د نورو مذهبونو منونکي وي خو کله کله مسلمانان هم تورنېږي. په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د مجازاتو یو قانون هم موجود دی خو پر دې سربېره وخت په وخت خلک له خپل لوري اقدام کوي او له تشدده کار اخلي.