د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې مذهبي مشرانو د لږکيو د خوندیتوب غوښتنه کړې


د مې پر ۳۰مه په پېښور پریس کلب کې مذهبي مشرانو د یووالي څرګندولو لپاره یو بل ته لاسونه ورکړي دي.
د مې پر ۳۰مه په پېښور پریس کلب کې مذهبي مشرانو د یووالي څرګندولو لپاره یو بل ته لاسونه ورکړي دي.

په پېښور کې مذهبي مشرانو په پاکستان کې د بېلا بېلو اديانو ترمینځ د همغږۍ ساتلو او په پاکستان کې د اوسېدونکو مذهبي لږکيو پر خونديتوب ټینګار کړی دی.

هغو مشرانو د مې پر ۳۰مه، په پېښور کې يوه خبري غونډه کې د پنجاب د سرګودې ښار په مجاهد کالونۍ کې د عیسویانو ضد د ولس پارولو پېښه وغندله او هغه یې يو "غیر قانوني او غیر اسلامي" عمل وباله.

دا تر هغې وروسته ده چې په مجاهد کالونۍ کې، د مې پر ۲۷مه، سلګونه بلوه ګرو د مذهب سپکاوي په تور د یو عیسوي تن د وژلو هڅه کړې وه او هغه يې سخت ژوبل کړی وو، خو د پنجاب پولیسو هغه له بلوه ګرو وژغوره او په پېښه کې دککړو کسانو پر ضد یې د مذهب د سپکاوي تر قانون لاندې مقدمه درج کړې وه.

د پنجاب صوبې د لږکيو چارو وزیر، رامیش سېنګ اروړا، د مې پر ۲۷مه د مجاهد کالونۍ دوره کړې وه او هلته یې اوسېدونکو عيسويانو ته د هغوی د خونديتوب ډاډ ورکړی وو.

اروړا هغه مهال له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي وو چې له دې پېښې سره په تړاو، له ۲۵۰ بيا تر ۳۰۰ کسانو پر ضد د ترهګرۍ ضد قانون لاندې مقدمې درج شوې دي.

خو په پېښور پریس کلب کې د عیسويانو په استازیتوب له دیني عالمانو سره په خبري غونډه کې د پېښور بیشپ همفري سرفراز پيټر مشال راډیو ته وویل چې تر دې مخکې هم په پاکستان کې د مذهبي لږکيو ضد پېښې شوې دي او د اقلیتونو پر کورونو او عبادت ځایونو بریدونه شوي او هغوی وژل شوي دي، خو تر دې دمه په داسې پېښو کې ککړو کسانو ته سزاګانې نه دې ورکړل شوي.

د هندو لږکيو په استازیتوب، د پېښور خبريالانو مرکز ته راغلي د مذهبي لږکيو د حقونو د خوندي ساتلو فعال، هارون سربدیال، مشال راډیو ته وویل چې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قانون د غلط استعمال او د ناسمو تورونو د مخنیوي لپاره پکار ده چې په هره صوبه کې له ځایي مشرانو، دیني عالمانو، انتظامي او امنیتي افسرانو جوړې د لوړې کچې کمېټيانې جوړې کړل شي.

په پېښور پریس کلب کې د مې پر ۳۰مه نېټه په خبري غونډه کې د خيبر پښتونخوا دیني عالمانو او د مذهبي لږکيو عالمانو او مشرانو د شریکو هڅو له لارې د مذهبي روادارۍ د قایم ساتلو هوډ څرګند کړ.

په پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي په نوم پېښې کېږي چې پکې زیاتره تورن کسان د نورو مذهبونو منونکي وي خو کله کله مسلمانان هم تورنېږي.

د ۲۰۲۳ز کال په اګست کې د پنجاب په جړاوالا سیمه کې مذهب ته د سپکاوي تر ګنګوسو وروسته لسګونه پارېدلو کسانو پر یوشمېر کلیساګانو او د عیسویانو پر کورونو بریدونه وکړل او تاوانونه یې ورواړول.

د هم هغه کال د مې پر شپږمه د مردان په ساولډېر کې پارېدلو کسانو د نګار عالم په نوم یو ملا وواژه. تر هغه مخکې، د اپرېل پر ۱۵مه د خیبر پښتونخوا په بر کوهستان کې پر یوه چینايي وګړي هم د اسلام د سپکاوي تور پورې شوی وو چې د ګرفتارۍ لپاره یې خلکو مظاهره کړې وه. حکومت هغه چینايي کارکوونکی په پوځي هېلېکاپټر کې اېبټ اباد ته واستاوه.

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د مجازاتو یو قانون هم موجود دی خو پر دې سربېره وخت په وخت خلک له خپل لوري اقدام کوي او له تشدده کار اخلي.

XS
SM
MD
LG