ميا افتخار حسین: موږ د پوځي عملياتو په نامه جنګي تجربې نه منو

میا افتخارحسین د خیبرپښتونخوا له ګورنر فیصل کريم کونډي سره

عوامي نېشنل ګوند، جماعت اسلامي او جمعیت علمای اسلام (ف) وايي د وفاقي حکومت لخوا له سیاسي ګوندونو سره له مشورې بغیر اعلان شوي، د عزم استحکام په نوم پوځي عمليات نه مني.

په خیبرپښتونخوا کې د عوامي نېشنل ګوند مشر میا افتخار حسین د جون پر ۲۴مه، په پېښور کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې ترهګري په عملياتو نه بلکې د وسله والو په نه پاللو ختمېږي. هغه زیاته کړه چې خلک په مذاکراتو او عملياتو ځکه باور نه لري چې په تېرو وختونو کې د دغو دواړو په استعمال سره ولس بې کوره او ترهګر قوي شوي دي. ميا افتخار زیاته کړه چې د پښتنو په سیمو کې باید نورې جنګي تجربې ونه شي.

بلخوا په همدغه ورځ، د جمعيت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن په کوټه کې خبریالانو ته وويل چې پوځي عمليات د امن ضمانت نه شي کېدلی. هغه زیاته کړه چې شهباز شریف تش په نوم وزیراعظم دی چې د پوځي عملياتو د اعلان ذمه واري پرې وراچول کېږي. "دې عملياتو ته باید عزم استحکام نه بلکې عدم استحکام عمليات وويل شي."

د جماعت اسلامي مشر نعيم الرحمن په کراچۍ کې خبريالانو ته وويل چې پاکستان پوځي عملياتو نه بلکې سياسي استحکام ته ضرورت لري. د هغه په وينا د هر قسمه عملياتو په اړه بايد لومړی له پارليمانه تاييد اخیستل شوی وای.

دا هم وګورئ: څېړونکي: د امنیت ټینګښت به د پاکستان د نوي حکومت لپاره مهمه ننګونه وي

د پاکستان حکومت د جون پر ۲۳مه اعلان وکړ چې په ټول ملک کې به د ترهګرۍ ضد پوځي عمليات پيلوي. د وزيراعظم شهباز شریف د دفتر لخوا په دې اړه خپاره شوي بیان کې راغلي وو چې د دې عملياتو مقصد مخ پر زیاتېدونکې ناامني ختمول او ترهګر له منځه وړل دي.

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی او د تحريک انصاف مخکښ علي امين ګنډاپور د جون پر ۲۴مه په پېښور کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې د پوځي عملياتو په اړه باید لومړی د دوی هوکړه اخیستل شوی وای. تر دې مخکې تحريک انصاف ويلي وو چې په خیبر پښتونخوا کې نور جنګونه نه مني.

خو په همدغه ورځ د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کريم کونډي خبریالانو ته وويل چې په اسلام اباد کې د اپيکس کمېټې په هغه غونډه کې ګنډاپور ناست وو چې د عزم استحکام عملياتو پرېکړه وشوه خو په وینا یې چې هغه منفي رایه ورنکړه. د کونډي په خبره دا عمليات پيل شوي دي چې باید په اړه یې د کابینې غونډه او ملاتړ وشي.

کونډي وویل چې د عزم استحکام عمليات ځکه ضروري دي چې ترهګري زیاته شوې ده او باید مخه یې ونیول شي. هغه زیاته کړه چې د دې عملیاتو په اړه د ګوندونو اندېښنې او غوښتنې به په وفاقي حکومت کې اړونده چارواکو، وزیراعظم او ولسمشر ته رسوي.

د پاکستان پوځ له ۲۰۰۲ کال راهیسې څو ځل په قبايلي سيمو کې پوځي عمليات کړي دي. د دې عملياتو او وسله والو سره د نښتو له وجې په لکونو خلک بې کوره شوي دي.که څه هم پوځ ويلي چې په دغو عملياتو کې یې ګڼ وسله وال وژلي خو اوسمهال د خیبرپښتونخوا بېلابېلو سیمو قومي مشرانو د جرګو او جلسو له لارې حکومت ته خبرداری ورکړی چې وسله والو بیا فعاليتونه پيل کړي دي.

دې عملياتو ته باید عزم استحکام نه بلکې عدم استحکام عمليات وويل شي.
مولانا فضل الرحمان

د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) یو مخکښ او پخواني سېنېټر افراسیاب خټک مشال راډیو ته ويلي چې تر هغو چې ریاست خپله اساسي تګلاره بدله کړې نه وي، پوځي عملیات ګټه نه لري. "تر هغو چې ریاست طالبان او دا ډلې ساتي، د ښه او بدو طالبانو فرق کوي" نو دا ډول اقدامات خاص نتیجه نه ورکوي.

په پاکستان کې د ښه او بدو طالبانو اصطلاح کارېږي. هغه وسلوال طالبان چې په افغانستان کې به یې پخوا د نړیوالو ځواکونو او د جمهوري حکومت پر ضد بریدونه کول اصطلاحاً "ښه طالبان" بلل کېدل او چې په پاکستان کې حملې کوي، د "بدو طالبانو" په نوم یادېږي. خو د پاکستان پوځ ادعا کوي چې بې له توپیره یې د وسله والو ډلو ضد "بریالي" عملیات کړي دي.

خو خټک زیاتوي چې عمليات ځکه ناکام دي چې په پاکستان کې سختدريځي ډېره او پخوانۍ ده. "دلته چې د ۱۹۸۰ز [لسیزې] له کلونو راهیسې د ذهنونو د مینځلو او انتهاپسندۍ د پیدا کولو کارخانې لګېدلې وې، دلته لکونه تربیت شوي خلک ګرځي. دوی هغه کارخانې نه بندوي او بیا داسې خبرې کوي. نو ما ته د دې هېڅ فایده نه ښکاري."