د نړیوالې خیریه ادارې ګېټس فاونډېشن او د ټېکنالوژۍ شرکت مايکروسافټ بنسټګر بیل ګېټس په اسلام اباد کې د پاکستان له وزیراعظم شهباز شريف سره د پولیو يا ګوزڼ وایرس د ختمولو پر لارو چارو غږېدلی دی.
د پاکستان وزیراعظم دفتر د جون پر ۲۴مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د ګېټس فاونډېشن په مالي مرسته یې د پولیو د ختمولو هڅې تېزې شوې دي خو زیاته یې کړه چې لا نورو مرستو ته اړتيا لري.
وزیرِاعظم محمد شہباز شریف اور بل گیٹس کے درمیان ملاقاتدونوں فریقین نے پولیو کے خاتمے، تمام صوبوں میں صحت کے نظام کو مضبوط بنانے اور تمام پاکستانیوں خصوصاً خواتین کی فلاح و خوشحالی کو یقینی بنانے کے لیے مل کر کام جاری رکھنے پر اتفاق کیا۔وزیرِاعظم نے بل گیٹس کو معاشی استحکام… pic.twitter.com/yYcwJbBZCd
— Government of Pakistan (@GovtofPakistan) June 24, 2024
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې بیل ګېټس له پاکستان سره د روغتيايي خدماتو په برخه کې د نورو همکاريو ژمنه وکړه.
ګېټس فاونډېشن د بیل ګېټس او د هغه د مخکینۍ مېرمنې مېلينډا فرېنچ ګېټس په لاس جوړ شوی امريکايي غير حکومتي بنسټ دی. دا بنسټ د نړۍ له بې وزله هېوادونو سره د ناروغيو د درملنې او وایرسونود مخنيوي لپاره له حکومتونو او غیرسرکاري خیریه ادارو سره د درملو او پیسو مرسته کوي.
پاکستان د ۲۰۲۴ز کال د جون پر اتمه نېټه اعلان کړی وو چې روان کال يې د پولیو پينځمه پېښه یې هم ثبت کړې ده.
دا هم وګورئ:
په پاکستان کې د ۲۰۲۴ کال د پولیو ناروغۍ پينځمه پېښه ثبت شوې ده په پاکستان او افغانستان کې له نن څخه د پوليو ضد کيمپېن پیلېږي د سیند په شکارپور کې ۱ ماشوم ګوزڼ وهلی دید کورمې درې قامونو د غوښتنو نه پوره کېدو په احتجاج کې له پولیو واکسینو بایکاټ وکړد پاکستان حکومت د جون له درېيمې نېټې څخه له افغانستان سره نيږدې پرتو سیمو کې د پولیو واکسین پينځه ورځنی کيمپېن تر سره کړی وو. چارواکو ويلي ول چې په هغه ځانګړي کيمپېن کې به ۴۳،۰۰۰ ماشومانو ته د دغه معذوروونکي وایرس د مخنيوي څاڅکي ورکوي.
پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په پاکستان کې تېر کال د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول. په افغانستان کې هم تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.
پولیو ولې نه ختميږي؟
د پاکستان د پولیو مخنیوي ادارې روان کال د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون د پاکستان په بېلابېلو برخو کې واکیسني کیمپېنونه کړي دي. روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.
د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي. روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري.