د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د ۲۰۲۴ کال د پولیو ناروغۍ پينځمه پېښه ثبت شوې ده


د پولیو ضد واکیسني ډلې کارکونکی ماشوم ته واکسین ورکوي ـ پخوانی انځور.
د پولیو ضد واکیسني ډلې کارکونکی ماشوم ته واکسین ورکوي ـ پخوانی انځور.

په پاکستان کې د پولیو مخنیوي پروګرام چارواکي وایي په هغه هېواد کې د ۲۰۲۴ کال د پولیو وایرس پینځمه پېښه یې ثبت کړې ده.

د پولیسو د مخنيوي لپاره د کارکوونکې ادارې ویبپاڼې د جون په اتمه نېټه لیکلي دي چې څو اوونۍ مخکې په کوټه کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی وو چې وروسته یې د کراچۍ په روغتون کې ساه ورکړه. څېړنو وښودله چې هغه ماشوم په پولیو اخته وو.

د قامي روغتیا خدماتو سلاکار، ډاکټر ملک مختار ويلي چې دا قضیه یو غمجنه یادونه ده. د هغه په وينا تر څو چې هر ماشوم د پولیو يا ګوزڼ ناروغۍ څخه د خوندي کېدو واکسین نه وي کړې، دا وایرس به ورک نه شي.

د پاکستان حکومت د جون له درېيمې نېټې څخه له افغانستان سره نيږدې پرتو سیمو کې د پولیو واکسینو کولو پنځه ورځنی کمپاین پیل کړی وو. چارواکو ويلي‌وو چې په دې خصوصي کمپاین کې ۴۳۰۰۰ ماشومانو ته د دغه معذورونکي وایرس د مخنيوي څاڅکي ورکوي.

په کورمه کې د پولیو واکسینو ځنډیدل

بلخوا د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د ځايي خلکو د احتجاج له کبله د یو شمېر سیمو ماشومان د پولیو له واکسینو پاتې شوي دي. چارواکي وایي د منګلو، خروټو او ځدراڼو شاوخوا ۲۵۰۰ ماشومانو ته د جون له درېیمې تر اوومې د پولیو ضد واکسین نه دي ورکړل شوي.

د سیمې یو مشر، ګلوخان منګل د جون پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې دوی ځکه خپلو ماشومانو ته واکسین نه دي ورکړي چې حکومت یې غوښتنې نه پوره کوي. هغه وویل له حکومته غواړي چې بند سکولونه خلاص کړي او له افغانستان سره تړلی لارې پرانیزي.

په کورمه کې د پولیو ضد ادارې یو چارواکي ډاکټر خالد اسلم وویل چې له دې خلکو سره خبرې روانې دي. هغه هيله وښوده چې په راتلونکي کېمپېن کې پاتې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شي.

د مې پر ۲۷مه، د کورمې دغو دريوو قامونو د اعلان په اړه د هغه ضلعې د میرمۍ سیمې یو مشر خان مرجان مشال راډیو ته ويلي وو چې حکومت باید افغانستان ته ورغلې لارې پرانیزي، پر خوړ به پل جوړوي او وخت په وخت لادرکه کړل شوي کسان به بیرته کورونو ته ستنوي.

تر دې وړاندې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅو د ورکولو یو بل پهیر د روان کال د اپریل په ۲۹مه هم پیل شوی وو چې هغه مهال هم منګلو، خروټو او ځدراڼو له هغه بهیره د بایکاټ اعلان کړی وو. دوی هغه مهال هم له حکومته همدا مطالبات لرل.

پولیو ولې نه ختميږي؟

د پاکستان د پولیو مخنیوي ادارې روان کال د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون د پاکستان په بېلابېلو برخو کې واکیسني کیمپېنونه کړي دي. روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.

د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي. روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په پاکستان کې تېر کال د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول. په افغانستان کې هم تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.

XS
SM
MD
LG