خوست کې زرګونه کسانو د کرکت نړيوال جام نيمه پايلوبې ته د افغانستان د وتلو جشن لمانځلی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د جون پر ۲۵مه د خوست زرګونه خلک د ښار لارو او کوڅو ته راوتلي ول او د کرکټ د روان ۲۰ اووره نړیوال جام نیمه پایلوبې ته يې د افغانستان د رسېدو خوښي ولمانځل. دا د افغانستان د کرکټ په تاريخ کې لومړی ځل دی چې د نړيوال جام سېمي فاينل ته وځي. افغانستان به د جون پر ۲۷مه له جنوبي افريقا او هند به له انګلينډ سره نيمه پايلوبې کوي. په دې اړه نور حال په ويډيويي راپور کې وګورئ.