د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټراټ: پر افغان لوبډلې ویاړم چې د نړیوال جام تر سیمي فاینل ورسېده


روزونکی جنتن ټراټ د ابراهيم ځدراڼ سره - انځور له ارشیفه
روزونکی جنتن ټراټ د ابراهيم ځدراڼ سره - انځور له ارشیفه

د افغانستان شل اووره کرکټ ملي لوبډلې روزونکی، جنتن ټراټ وايي په سیمي فاینل کې د ښه بيټينګ ضرورت دی.

د کرکټ د ۲۰ اووره نړیوال جام په لومړي سيمي فاينل کې د جون پر ۲۷مه، افغانستان له جنوبي افرېقه او په دوهمه نيمه پايلوبه کې هند له انګلېنډ سره مخامخيږي. دا د افغانستان او جنوبی افریقې د کرکټ په تاريخ کې لومړی ځل دی چې د نړيوال جام سيمي فاينل ته وځي.

ټراټ وويل چې د بلې هرې لوبې په شان سيمي فاينل ته هم يوازې د سیالۍ کولو لپاره نه بلکې د بریا په نیت ځي. "زه چې کله روزونکی شوم نو ما يو نيم شی بدل کړ خو د ډير بدلون ضرورت نه وو ځکه چې افغان لوبډله د ګټې ترلاسه کولو هوډ او پوره وړتیا لري. موږ باید په بيټينګ کې لا نور ښه شو خو په عمومي ډول ویلی شم چې موږ هر چا ته ماتې ورکولی شو. سیمي فاینل ته په داسې حال کې ځو چې د بایللو لپاره څه نلرو."

د افغانستان او جنوبي افریقې ترمنځ نيمه پايلوبه به د کابل پر وخت سهار پينځه او پېښور پر وخت پينځه نيمې بجې د وېسټ انډيز په تاروبا کې پيليږي. د جنوبي افریقې د کرکټ‌ لوبډلې روزونکي راب والټر د جون پر ۲۶مه په يوه خبري غونډه کې وويل چې لوبډله یې ډېره تجربه لري نو هيله ده چې سیمي فاینل به وګټي.

د شل اووره نړيوال کرکټ کپ دوهم سيمي فاينل به هم په وېسټ انډيز کې د هند او انګلستان ترمنځ د پېښور پر وخت ماښام اووه نيمې بجې پيليږي. په دې دواړو مېچونو کې چې کومې دوه لوبډلې بريالۍ شي نو د هغوی ترمنځ به بيا د جون په ۲۹ مه فاينل لوبه وي.

د کرکټ ۲۰ اووره نړيوال جام سیالۍ د جون له دویمې راهیسې په امریکا او وېسټ انډیز کې روانې دي چې پکې ۲۰ لوبډلو ګډون کړی وو. پاکستان ونه شو کړلی چې د سیاليوو له لومړۍ مرحلې مخکې ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG