د خیبر پښتونخوا ځينو ګوندونو د امن لپاره پر شريکې مبارزې سلا کړې ده

د جولای پر اتمه د عوامي نيشنل ګوند په کوربه توب په پېښور کې غونډه وشوه.

د عوامي نیشنل ګوند په کوربه توب د خیبر پښتونخوا بېلابېلو سیاسي ګوندونو پرېکړه کړې چې د امن لپاره به شريک کار کوي.‌

د جولای پر اتمه، په پېښور کې په دې غونډه کې د کوربه عوامي نيشنل ګوند تر څنګ جماعت اسلامي، قومي وطن ګوند، جمعیت علما اسلام (ف)، مزدور کسان پارټۍ، پښتونخوا نيشنل عوامي ګوند، ملي جمهوري غورځنګ او د عوامي ورکرز ګوند استازو ګډون کړی وو.

د عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر میا افتخار حسېن د جولای پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې په دې غونډه کې یوه داسې کمېټۍ جوړه شوې چې له حکومته بهر ټولو هغو ګوندونو درې درې استازې پکې شامل دي چې په دې غونډه کې شریک ول.

هغه وویل چې په غونډه کې په ځانګړې توګه د امنیت او د صوبې د مالي ستونزو په اړه بحث او د شریکې مبارزې هوډ شوی دی. د نوموړي په خبره، د غونډې ګډونوالو پر دې هوکړه کړې چې د خپلې مبارزې کړنلاره به د روانې جولای میاشتې پر ۱۸مه په ډاګه کوي.

دا هم وګورئ: حکومت مخالفه ګوندونه وايي د پاکستاني پوځ نوي عمليات د ګټې پر ځای د زيان لامل ګرځي

دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې په خیبرپښتونخوا کې ناامني زیاته شوې ده. په پاکستان کې د څېړنو او امنیت د مطالعاتو مرکز په نوم ادارې د جون پر ۳۰مه په خپل راپور کې ويلي وو چې په ټول ملک کې د ۲۰۲۴ز په اپرېل، مې او جون میاشتو کې د تشدد پېښو کې ۳۸۰ کسان وژل شوي دي.

د دې رپورټ له مخې، تر ټولو زیاته یعنې ۹۲ فیصده مرګژوبله په خیبر پښتونخوا کې اوښتې ده. دا راز په بلوچستان کې بیا ۸۷ فیصده د تشدد پېښې رامنځ ته شوې دي.

د پاکستان حکومت د عزم استحکام په نوم د نويو پوځي عملياتو د پيلولو پرېکړه کړې او پوځ ويلي چې دا به د ترهګرۍ په ځپلو کې لوی کردار تر سره کړي. خو د عوامي نيشنل ګوند په کوربه توب غونډه کې شاملو ټولو ګوندونو د پاکستاني پوځ د نويو عملياتو مخالفت کړی دی.

دوی دريځ لري چې پوځي عمليات نه بلکې د پاليسيو بدلول امنيت راوستلی شي.

د عوامي نيشنل ګوند مشر سېنېټر ايمل ولي خان د جون پر ۲۴مه په سېنېټ کې د خبرو پر مهال وويل چې پوځي عمليات ځکه نه مني چې د ګټې پر ځای یې زيان ډېر دی. "ډرامې بازۍ نه ختمېږي. څومره ډېر عمليات وشول. نه پکې طالب او نه هم کوم بل ترهګر ته زیان ورسېد. خو قوم تباه، سیمې تباه او پر قدرتي وسايلو د پوځ کنټرول. موږ دا نوي پوځي عمليات ردوو."

بلخوا د پاکستان پوځ په وار وار ادعا کړې چې د وسلوالو ډلو پرضد يې "بې توپيره" عملیات کړي دي. د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف ويلي‌ چې عزم استحکام عمليات به د پخوانيو هغو غوندې نه وي او خلک به نه کډوالوي. شهباز شریف د دې عملیاتو او امنيتي مسایلو په اړه خبرو لپاره ټول ګونديزه غونډه هم ورغوښتې ده.