شمالي او جنوبي وزیرستان کې ۴ پاکستاني پوځيان وژل شوي، ۱۰ ژوبل دي

پاکستاني پوځيان په جنوبی وزیرستان کې د ګزمې په حال کې - انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان کې پر پوځي ګاډو په وسلوال برید کې لږ تر لږه درې پوځیان وژل شوي دي.

په سیمه کې د استخباراتي ادارې یو چارواکي مشال راډیو ته د نوم نه خپرولو په شرط وویل چې دا پېښه د جولای پر نهمه د کوز جنوبي وزیرستان په خمرانګ سیمه کې شوې چې پکې له وسلوالو سره د ډزو په تبادله کې ۱۰ پوځیان ژوبل شوي هم دي.

بل خوا د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې د جولای پر نهمه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي چې پر همدغه ورځ په شمالي وزيرستان کې له وسلوالو سره د نښتې پر مهال د پوځ يو کېپټن وژل شوی دی. خبرپاڼه زياتوي چې پردې مهال دوه وسلوال هم ووژل شول.

د دې تر څنګ د خيبرپښتونخوا د ټانک ضلعې د پولیسو مشر عبدالسلام خالد د جولای پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې د دې ضلعې د ګومل سیمې له کوټ اعظم څخه وسلوالو درې پوځيان تښتولي دي. نوموړی وايي د سرتېرو د خوشي کولو لپاره یې په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي.

تر اوسه د دې درو واړو پېښو ذمه واري چا نه ده منلې.

دا هم وګورئ:

بنو کې ولس د هدفي بريدونو خلاف احتجاج پيل کړی د خیبر پښتونخوا ځينو ګوندونو د امن لپاره پر شريکې مبارزې سلا کړې ده  په پاکستان کې په تېرو درو میاشتو کې د تشدد پېښو ۳۸۰ کسان وژلي حکومت وايي د خبريال خليل اپرېدي په وژنه کې ککړ کسان به "ډېر ژر" ونيسي

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان مرکزي حکومت د جون پر ۲۲مه، په هېواد کې د وسلوالو پر ضد د عزم استحکام په نوم د نويو پوځي عملیاتو پيلولو پرېکړه کړې وه.

په وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې د پاکستان پر امنيتي سرتېرو وسلوال بريدونه زيات شوي دي. بلخوا امنيتي سرتېري هم ادعا کوي چې د وسلوالو پرضد يې د عملياتو پر مهال د هغوی پټنځايونه په نخښه کړي او مرګژوبله يې ورته اړولې ده.

په خيبر پښتونخوا کې له روانې ناامني پرضد ولسونو پراخې مظاهرې، جلسې او جرګې هم کړې دي.

بل خوا د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.