په خيبر ضلع کې بېلا بېلو سياسي ګوندونو، مدني فعالانو، د پارلېمان غړو او د ځوانانو تنظیمونو په سيمه کې د زیاتېدونکي ناامنیو ضد احتجاجي غونډه کړې ده.
د جولای پر ۲۱مه نېټه د سولې په نوم دغه غونډه د جمرود تحصيل په ودانۍ کې وشوه چې پکې په سلګونو کسانو ګډون وکړ. دوی په لاسونو کې سپین بېرغونه اخيستي ول او د امن په حق کې يې شعارونه ورکول.
تر غونډې وروسته د سياسي اتحاد یوه غړي زاهد اپرېدي مشال راډيو ته وويل چې د ګڼو پوځي عملیاتو سربېره هم په سيمه کې يو وار بیا هدفي وژنې او تښتونې پیل شوې دي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
نوموړي زیاته کړه:"موږ په تېرو ۲۰ کلونو کې بمبارۍ، وژنې، چاودنې، وران کورونه، وران بازارونه، کونډې او یتیمان ولیدل او اوس چې بېرته کورونه ته ستانه شوي یو، نو یو وار بیا هدفي وژنې او قلنګونه اخيستل شروع شوي دي چې دا هرڅه نه شو زغملای."
د پاکستان پوځ له ۲۰۱۴ز کال څخه تر ۲۰۱۷ ز کال پورې د هغې ضلعې په بېلا بېلو برخو کې عملیات شوي ول چې پر اساس یې هغه سیمه له وسلوالو پاکه وګرځوله. د عملیاتو له وجې زرګونه کورنۍ بې ځای شوې وې. په خیبر کې په وروستیو کلونو کې ناامني بیا زیاته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان حکومت له افغانستان سره پر کرښه د وسلوالو د مخنيوي لپاره اغزن تار لګولی او په ۲۰۱۴ز کال کې يې تر عملیاتو وروسته وویل چې سيمه يې له وسلوالو پاکه کړې ده خو د ده په وینا، بیا هم وسلوال بېرته راڅرکند شوي دي.
د غونډې يو بل ګډونوال مدني فعال عجب خان مشال راډيو ته وویل چې د خيبر پښتونخوا په هره سيمه کې د ناامنیو ضد مظاهرې او احتجاجونه روان دي نو باید حکومت پر خپلو تګلارو له سره غور وکړي.
له خیبره څخه د صوبې اسمبلۍ لپاره د تحریک انصاف منتخبه غړي محمد سهيل هم په دې احتجاجي غونډه کې ګډون وکړ او وروسته يې مشال راډيو ته وويل چې حکومت د عزم استحکام په نوم د عملیاتو اعلان کړی خو منتخبه غړي ورڅخه ناخبره ساتلي دي.
هغه زیاته کړه:" زه د پارلېمان غړی یم او ما ترې څوک نه خبروي. بله دا چې د سرحدونو امنیت ساتل د وفاقي حکومت کار وي او د عملیاتو فیصله هم وفاقي حکومت کړې ده، نو پکار ده چې زما په صوبه کې عملیات کوي نو موږ خو دې په اعتماد کې واخلي. موږ د بندو کمرو شاته شوې فیصلې نه منو موږ په دې لړ کې په صوبایی اسمبلۍ کې د دغې پوځي عملیاتو پر ضد یو قرارداد هم راوړ او د عزم استحکام په نوم عملیات مو مسترد کړل."
د جون پر ۲۲مه د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ د لوړپوړې کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د "ترهګرۍ او سختدريځۍ" پرضد به د "عزم استحکام" په نوم عملیات کوي.
دا هم وګورئ:
خيبر پښتونخوا کې د ناامنيو پېښو کې ځایي مشران او سياستوالان ولې په نخښه کېږي؟د خیبر د بر قمبرخېلو مشران وايي نور امنيتي ځواکونو ته د چاپو اجازه نه ورکويپه سوات او اورکزیو کې د "عزم استحکام" عملیاتو پرضد احتجاجونه شويد اطلاعاتي او خپرونو چارو وزارت د جون پر ۲۳مه په بیان کې وویل چې حکومت د ترهګرۍ پرضد د ملي کیمپېن په ترڅ کې د "ټولنیزو او اقتصادي اقداماتو" له لارې د "خلکو د حقیقي یا اصلي اندېښنو د ځوابولو او د سختدریځو رجحاناتو د مخنیوي" لپاره د سازګار چاپېریال ایجادولو پرېکړه کړې ده.
تر هغې وروسته اکثرو حکومت مخالفه ګوندونو او قبايلي مشرانو د عملیاتو مخالفت وکړ او دا يې د ولس په زيان وبلل. د عملیاتو د اعلان پر ضد په پېښور، سوات، خیبر، اورکزیو، وزیرستانونو او د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې احتجاجونه شوي دي.
د جون پر ۲۴مه د وزيراعظم دفتر په یو بیان کې وويل چې نوي عمليات د پخوانيو په څېر نه دي او دا ځل به پر دومره پراخ کچ جنګ نه کېږي چې خلک بې کوره شي.
په خیبر ضلع کې دا احتجاجونه وروسته له هغې پیل شوي چې په دې وروستیو کې په لنډي کوتل، باړه، جمرود او تیرا کې د ناامنۍ پيښې زیاتې شوې دي.
د جون پر ۱۸ نیټه په لنډي کوتل کې وسلوالو خبریال خلیل اپریدی وواژه او د جولایی پر ۱۰ نیټه په تیرا کې د ملک ظاهر شاه اپریدی دوه ساتونکي وسلوالو ووژل او همدا ډول په خیبر کې په دې تیرو څو ورځو کې پر پولیسو او امنیتي ځواکونو هم بریدونه شوي چې پکې مرګژوبله هم اوښتې ده.
د خیبر انتظامي او امنیتي چارواکو تر دې مخکې هم په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د وسلوالو پرضد یې مبارزې ته دوام ورکړی دی او هېڅوک د امنیت خرابولو ته نه پرېږدي. چارواکي البته له ولسي وګړو څخه د وسلوالو پرضد په اقداماتو کې د همکارۍ غوښتنه کوي.
خیبر ضلع خپل تاریخي، اقتصادي او امنیتي ارزښت لري. دا سیمه د خیبر دره لري چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د سوداګرۍ تر ټولو مهمه لاره ده.