د جبري بې درکيو نړيواله ورځ: "له ۹ کلونو راهيسې ورک زوی ته مې هره ورځ په دروازه کې انتظار کوم"

په اسلام اباد کې د جبري بې درکه کسانو خپلوان احتجاج کوي ـ انځور له ارشيفه

د ۵۲ کلنې ماه جبين ځوان زوی څه کم نهه کاله وړاندې په پېښور کې بې درکه شو. هغه د پېښور په پبو کې د بايسکلانو جوړولو دوکان کاوه خو مور يې اوس هم په دې تمه د کور دروازې ته ولاړه وي چې زوی به يې راستون شي.

نوموړې وايي، "داسې ورځ به هم وي چې زما سميع الله راشي او دا مور يې غېږه ورکړي؟ خوبونه وينم چې سميع الله راغلی وي او زه يې خويندو ته وايم چې اول به تاسو غېږه نه ورکوئ، چې کله ما دی له خپلې غېږې پرېښود، نو بيا به تاسو غېږه ورکوئ او ښکلوئ به يې. زه دی نه پرېږدم او په خپله غېږه کې يې ټينګ نيسم."

د ماه جبينې په شان په پاکستان کې زرګونه نور داسې کسان شته چې خپلوان يې تری تم شوي او له کلونه وروسته يې لا هم هېڅ درک نه دی معلوم، خو ځينې يې خوشې شوي او د ځينو بيا مړي موندل شوي دي. دوی د خپلوانو د برمته کولو تر شا د پاکستان استخباراتي او امنيتي ادارې يادوي خو هغوی تل دا تورونه رد کړي دي.

د سميع الله کورنۍ وايي چې په پاکستان کې په زوره د بې درکه کسانو د پلټنې حکومتي کمېشن په ۲۰۲۱ز کال کې امنيتي ادارو ته د هغه د حاضرولو امر وکړ او کورنۍ ته يې وويل چې په شپږو اونيو کې به يې راولي، خو د سميع الله مور وايي چې تر هغه امر درې کاله وروسته يې لا هم زوی بې درکه دی.

د هغه کمېشن له معلوماتو سره سم پر خيبر پښتونخوا سربېره له بلوچستان، سيند، پنجاب، ګلګت بلتستان او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير څخه هم خلک بې درکه شوي دي.

د بې درکه کسانو خپلوان غوښتنه کوي چې تری تم شوي کسان دې راخوشې کړل او که يې جرم کړی وي نو عدالت ته دې وړاندې کړل شي.

د خيبر پښتونخوا په سوات کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د يوې جلسې پر مهال د بې درکه کړل شويو کسانو خپلوان د هغوی د موندلو غوښتنه کوي ـ د ۲۰۱۸ز کال د اپرېل ۲۹مه

د بې درکه کسانو د خپلوانو احتجاجي کېمپ

په پاکستان کې د بې درکه کړل شويو بلوڅانو د راخوشې کولو لپاره غږ پورته کوونکي سازمان "وايس فار بلوچ ميسينګ پرسنز" مشر ۸۴ کلن ماما عبدالقدير بلوڅ وايي چې د ۲۰۰۹ز کال د فبرورۍ پر ۱۳مه يې ۳۲ کلن زوی جليل رېکي د بلوچستان له کوټې ښار څخه له خپله کوره په زوره وتښتول شو او درې کاله وروسته يې د ايران له پولې سره نيږدې په مند سيمه کې مړی وموندل شو.

رېکي په کوټه کې په يو بانک کې افسر وو.

ماما قدير د هغه په شان له ځېنو نورو کسانو سره د ۲۰۰۹ز کال د اکتوبر پر ۲۷مه د کوټې پرېس کلب مخې ته په زوره د خلکو تری تم کولو لړۍ درولو او د برمته شويو کسانو د خوشې کولو لپاره احتجاجي کېمپ ولګاوه چې تر اوسه روان دی.

نوموړی زياتوي، د خلکو د جبري بې درکۍ عمل اوس هم دوام لري چې د هر عمر کسان پکې دي. "په بې درکه کسانو کې د ۷۰ کالو د عمر خلک هم شته، د ۲۵ کالو هم شته او د ۱۲ کالو د عمر شته خو اوس هم [د امنيتي ادارو] عمليات روان دي او خلک بې درکه کېږي او مړي يې موندل کېږي."

د بې درکړل شويو بلوڅانو د راخوشې کولو لپاره غږ پورته کوونکي سازمان مشر ماما عبدالقدير بلوڅ او نور کسان د خپلو عزيزانو د موندلو لپاره په کوټه کې په احتجاجي کېمپ کې ناست دي ـ انځور له ارشيفه

پاکستان کې په زوره د بې درکه شويو کسانو شمېر

په پاکستان کې په زوره د خلکو د بې درکه کولو لړۍ له ډېرې مودې راهيسې روانه ده خو د دې هېواد د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف په دور [۱۹۹۹-۲۰۰۸ز] کې په دې کې زياتوالی راغلی. په بې درکه شويو کسانو کې زده کوونکي، وکيلان، سياسي او مدني فعالان، خبريالان، ډاکټران، پوليس، خاصه دار او مشکوک وسلوال شامل دي.

ماما عبدالقدير بلوڅ ادعا کوي چې د دوی د سازمان لخوا د راټولو شويو شمېرو او اسنادو پر اساس له ۲۰۰۰ز کال څخه بيا د ۲۰۲۴ز کال د اګست تر ۳۰مې نېټې شاوخوا ۷۰،۰۰۰ بلوڅان په جبري توګه بې درکه کړل شوي دي.

نوموړی زياتوي چې پر دې سربېره له ۲۰،۰۰۰ زيات کسان وژل شوي چې په هغوی کې د ځينو خراب شوي مړي موندل شوي او ځېنې بيا د هدفي وژنو ښکار شوي دي.

خو په پاکستان کې په زوره د بې درکه کسانو د پلټنې حکومتي کمېشن منشي (سېکرټري) فريد احمد خان له دې شمېرو سره اتفاق نه کوي. نوموړی په ۲۰۱۱ز کال کې د جوړ شوي دې کمېشن د ووبپاڼې په حواله وايي چې د بې درکه کسانو خپلوانو دوی ته د روان ۲۰۲۴ز کال د جون تر ۳۰مې نېټې د ۱۰،۲۸۵ تری تم کسانو نومونه ورکړي چې د ۸،۰۱۵کسانو مقدمې يې هوارې کړې خو د ۲،۲۷۰ کسانو مقدمې لا هم ناحل پاتې دي.

نوموړی زياتوي چې په دغو څه باندې اته زره کسانو کې ۴،۵۱۴ بې درکه کسان خپلو کورونو ته ستانه شوي، څه باندې ۱،۰۰۰ کسان په حراستي مرکزونو کې او ۶۷۱ يې په زندانونو کې موندل شوي او بل خوا د ۲۷۷ بې درکه کسانو مړي هم موندل شوي دي.

دا هم وګورئ:

خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې زرګونه کسان "جبري بې درکه" ديد کورمې مظاهرچیان وايي حکومت دې جبري بې درکه کسان عدالتونو ته وړاندې کړيمېنګل: پاکستان دې لادرکه کسان خوشې کړي او د ښځو له برمته کولو دې لاس واخليد جبري لادرکو بلوڅانو کورنيو د اختر ورځې په احتجاج تېرې کړېباجوړ کې ښځو د ورکو خپلوانو لپاره احتجاج کړی دی

فريد احمد خان وايي چې د دوی کمېشن ته د بې درکه کسانو پر خپلوانو سربېره د کورنيو چارو وزارت، سپريم کورټ، د بشري حقونو تنظيمونه او د ملګرو ملتونو کاري ډله شکايتونه وروړي او دوی يې تر اندارج وروسته اړونده ادارو ته لېږي.

نوموړی زياتوي چې د دوی کار چا ته سزا ورکول نه دی بلکې يوازې د بې درکه کسانو څرک لګول دی او په موندلو کې اقدام کول دی.

په پاکستان کې د ماما قدير په مشرۍ د لاردکه کړل شويو بلوڅانو د راخوشې کولو لپاره غږ پورته کوونکي سازمان تر څنګ د ۲۰۱۸ز کال په جنوري مياشت کې د مدني حقونو لپاره رامينځ ته شوی خوځښت "پښتون ژغورنې غورځنګ" هم د خلکو په زوره د بې درکه کولو او له عدالتي کاروايي پرته د خلکو د وژنې پر ضد مبارزه کوي.

د خلکو تری تم کېدو پرضد د پښتون ژغورنې غورځنګ فعاليت

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ او د لادرکه کسانو په اړه معلومات راغونډوونکی عالمزېب خان مسيد پينځه ځلې زنداني شوی دی.

نوموړی وايي چې تر دې دمه يې په خيبر پښتونخوا کې د څه باندې ۴،۰۰۰ بې درکه شويو کسانو په اړه معلومات راغونډ کړي دي. د نوموړي په خبرهزرګونه نور بې درکه کسان هم شته چې د هغه په خبره، د حکومت له خوا د بنديزونو او محدويديتونو له کبله لا تر اوسه نه دی وررسېدلی.

نوموړی زياتوي،"ځينو سيمو ته موږ نه ورپرېږدي، لکه کورمه ده، يا د خيبر ډېرې سيمې دي، يا د مومندو يا د باجوړ، او دغه رنګه په پښتونخوا کې چې نورې سيمې دي، هغه خلک وېرېږي، چې که زه معلومات ورکړم نو داسې نه چې نور تاوان راورسېږي. ځکه په قانوني توګه دوی ته تحفظ نه شته، ځکه په داسې ملک کې چې هلته تور پر خپله پر رياست باندې وي، نو پر هغه تور ثابتول ډېر مشکل بلکې يو ناممکن کار دی."

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ عالمزېب مسيد د بې درکه کړل شويو کسانو نومونه او نور معلومات د هغوی د خپلوانو له خلې ليکي ـ د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر ۲۸مه

عالمزېب مسيد زياتوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعاليت په نتيجه کې په تېرو شپږو کلونو کې څه باندې ۲،۰۰۰ کسان خوشې شوي دي.

د نوموړي په وينا، دغو کسانو ورته ويلي چې امنيتي ادارو د هغوی د تښتونې، زنداني کېدو او وهلو ټکولو له حال شريکولو په سختۍ سره منع کړي دي.

عالمزېب خان وايي چې د بې درکه کسانو په اړه د معلوماتو راغونډولو کار يې په ۲۰۱۷ز کال کې پيل کړی وو چې له امله يې د رياستي ادارو له فشار سره مخامخ شوی دی.

هغه زياتوي، "زه يې په اي سي اېل (ممنوع الخروج لېسټ) کې اچولی یم. بيا چې يې زه ونيولم نو پر يې ما فشار راوست چې زه بايد يوه داسې ويډيو وکړم چې زه چې د بې درکه کسانو کومه خبره کوم، دا دروغ ده او پر دې زه معافي غواړم. هغه ته زه تيار نه شوم. بیا يې پر ما مختلف کېسونه جوړ کړه، چې يو يې د منشياتو کېس هم وو، چې اوس هم روان دي او په عدالت کې زما پېشۍ کېږي. نو په دغه کار کې له ډېر زيات تکليف او مشکلاتو سره مخامخ شوی يم."

عالمزېب مسيد د "میں ملزم نہیں مدعی ہوں" په نوم کتاب هم ليکلی دی چې "زه ملزم نه، مدعي يم" تر سرليک لاندې پښتو ژبې ته هم ژباړل شوی دی.

عالمزېب مسيد پر ۱۰۵ پاڼو مشتمل په دې کتاب کې په کراچۍ کې د ځان د نيونې، د زندان د ورځو شپو، د بې درکه کسانو د ورکېدو د پیل او لاملونه، پر ولسي خلکو د تشدد، د مځکني ماينونو پر ضد د خپلو هلو ځلو، پر امنتي پوستو له عامو خلکو سره چلند او د پښتون ژغورنې غورځنګ د جوړېدو پر لاملونو ليکل کړي دي.

د پاکستان پر امنيتي او استخباراتي ادارو تورونه

په پاکستان کې د بشري حقونو فعالان او د بې درکه کسانو خپلوان د خلکو د بې درکه کولو تور د هغه هېواد پر امنیتي او استخباراتي ادارو پورې کوي او ادعا کوي چې ځینې کسان يې په "جعلي نښتو" کې وژل شوي هم دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن مرستيال مشر محمد اکبر خان وايي چې د بې درکه کسانو د کورنيو دا يوه حتمي رايه ده چې رياستي ادارې په دې کار کې ښکېلې دي. نوموړی زياتوي چې دا د بشري حقونو يوه "جدي سرغړونه" ده.

نوموړی وايي، "دا داسې جرم دی چې د دې په ضد کې نه يوازې يو حق راځي بلکې ګڼ شمېر حقونه راځي. د هغې په نتيجه کې يو فرد نه، بلکې اکثره پوره خاندان بلکې هغه متعلقه ټولنه هم متاثره کېږي او له دې سره يو خوف او وېره هم خپرېږي."

اکبر خان زياتوي چې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د دې عمل د مخنيوي لپاره له بېلا بېلو لارو اقدامات کوي.

که څه هم د پاکستان امنيتي ادارې په زوره د خلکو تری تم کول او له عدالتي کاروايي پرته وژل ردوي خو بيا مو هم د اګست پر ۲۹مه د پاکستان پوځ د عامه اړيکو په څانګه کې د رسنيو له مسول کرنل کمال سره د ټېلېفون او وټس اپ له لارې د تماس نيولو هڅه وکړه خو هغوی نه خو ټېلېفون او نه هم ليکلي پيغام ته ځواب راکړ.

خو تر دې وړاندې، د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې وياند میجر جنرال احمد شريف د مې پر اوومه په راولپېنډۍ کې په يوه خبري غونډه کې ادعا کړې وه چې ځيني بلوڅان له وسلوالو ډلو سره ملګري شوي دي خو کورنۍ یې فکر کوي چې هغوی ورک دي. نوموړي دا هم ويلي وو چې د بې درکه کسانو شمېر په زرګونو کې نه دی.

تر دې وروسته مو پر امنيتي ادارو د لګېدلو تورونو په اړه په پاکستان کې په زوره د بې درکه کسانو د پلټنې حکومتي کمېشن سېکرټري فريد احمد خان مخې ته دا پوښتنه کښېښوده نو هغه ومنل چې اوس هم خلک بې درکه کېږي خو د هغه په وينا د ټولو بې درکه کسانو پېښې له رياستي ادارو سره تړل مناسب نه دي.

نوموړي زياته کړه، "د خلکو د ورکېدو معنا دا نه ده چې هغه به جبري بې درکه وي. ځينې کسان د کورنيو ستونزو يا جګړو له کبله بې درکه کېږي، ځينې د پيسو لپاره تښتول کېږي، ځينې شخصي دښمنۍ لري. ځينې جهاد ته ځي. کورنيو ته خو دا معلومات نه وي. هغوی شکايت درج کړي خو په پلټنو کې بيا کيسه معلومېږي."

د بې درکه کسانو د ستونزې هوارولو لپاره حکومتي اقدامات

د پاکستان حکومت د جبري بې درکه کسانو په اړه د يوې تګلارې جوړلو لپاره کمېټۍ جوړه کړې وه چې مشري يې د قانون او انصاف او بشري حقونو مرکزي وزير، اعظم نذير تارړ کوله.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل پر ۱۱مه کوټې ته تللی وو او هلته یې د بې درکه کسانو له کورنيو سره ژمنه کړې وه چې دا مسله به څېړي. هغه زیاته کړې وه چې په دې اړه به له "بااختیاره کسانو" سره خبرې کوي.

اعظم نذیر تارړ د روان کال د اپرېل پر ۲۳مه په اسلام اباد کې يوې خبرې غونډې ته وويل چې د پاکستان حکومت د بې درکه کسانو د مسلې په هوارولو کې جدي دی، خو د هغه په وينا دا ستونزه په يوه شپه نه شي هوارېدای. "دا ستونزه له څلورو لسيزو راهيسې روانه ده چې ښايي په بيړه يا د چا د ناکرارۍ، يا پر ټولنيزو شبکو د خبرې کولو يا حتا د عدالتي احکاماتو په ترڅ کې هم په يوه شپه نه شي هوارېدای. د دې لپاره اوس هم ډېر زيات کار ته اړتيا ده."

تارړ زياته کړې وه چې په دې مسله کې د دولتي بنسټونو د لاس لرلو ادعا په کلکه نه شي ردېدلای، خو هغه زياته کړه چې په دې اړه يې "کره شواهد" نه دي تر لاسه کړي.

په پاکستان کې د بې درکه کړل شويو بلوڅانو د راخوشې کولو لپاره غږ پورته کوونکي سازمان مشر ماما عبدالقدير بلوڅ تور پورې کوي چې په پاکستان کې حکومتونه "تش په نامه" دي او دلته "اصل واک" همېشه له پوځ سره پاتې شوی دی. نوموړی زياتوي چې د بې درکه کسانو د ستونزې د هوارولو کيلي هم له پوځ او استخباراتي ادارو سره ده.

هغه وايي، "که دوی وغواړي نو دا مسله په پينځه منټه، ۱۵ منټه يا نيمه ګنټه (ساعت) کې حل کېدلای شي. حکومت يې نه شي حل کولای ځکه حکومت بې اختياره دی او تش په نامه حکومت دی. لاکن دا مسله د پوځ په لاس کې ده، د ای اېس ای، اېم ای او د پوځ د مشر په لاس کې ده. که دوی وغواړي نو نيمه ګنټه هم نه لګېږي."

ماما قدير بلوڅ زياته کړه چې دوی د بې درکه کسانو د مسلې په اړه له پوځ سره خبرو کولو ته تيار دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د اګست پر ۳۰مه په جبري ډول د بې درکه کسانو نړيواله ورځ لمانځل کېږي

دا په داسې حال کې چې د ۲۰۱۸ز کال په اپرېل مياشت کې په زوره د بې درکه کسانو د پلټنې حکومتي کمېشن مشر جسټس (ريټايرډ) جاوېد اقبال د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د بشري حقونو قايمه کمېټۍ ته ويلي وو چې د هغه هېواد د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف په دور کې حکومت ۴،۰۰۰ بې درکه کسان "د ډالرو په بدل کې بهرنيانو ته وسپارل."

که څه هم په پاکستان کې دننه او دباندې د بشري حقونو سازمانونو په وار وار د دې هېواد پر حکومت او امنيتي ادارو په زوره د خلکو لادرکه کولو لړۍ درولو غږ کړی او دا عمل يې د بشري حقونو ضد بللی، خو دا ستونزه لا تر اوسه "ناحل" پاتې ده.

(دا راپور د اګست پر ۳۰مه په زوره د خلکو تری تم کولو نړيوالې ورځې په مناسبت خپور شوی دی. د دې ورځې مقصد د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې په جبري توګه د خلکو د بې درکه کولو عمل درول او د بشري حقونو ساتنه ده.)