سوات کې یو ځل بیا د "عزم استحکام" پوځي عملیاتو خلاف جرګه شوې ده

د سېپټېمبر پر نهمه د سوات قامي جرګه کې د سیمې مشران ناست دي.

سوات قامي جرګې یو ځل بیا د حکومت له خوا د "عزم استحکام" په نامه د اعلان شويو پوځي عملیاتو مخالفت کړی دی.

د سېپټېمبر پر نهمه، په مېنګوره کې د سوات قامي جرګې له خوا جوړه شوې جرګه کې ګډونوالو وویل چې په سیمه کې نور پوځي عملیات نه مني.

د جرګې مشر مختیار یوسفزی وویل چې د امن لپاره به د سېپټېمبر پر ۲۷مه په مېنګوره کې جلسه کوي، چې پکې به ټولو سیاسي ګوندونو ته هم بلنه ورکوي.

د جرګې یو غړي، حاجي زاهد خان وویل چې جرګې په سوات کې د پوځي عملیاتو او ترهګرۍ د مخنیوي لپاره یوه تګلاره جوړه کړې ده.

د پاکستان حکومت د جون پر ۲۲مه اعلان کړی وو چې په هېواد کې به د ترهګرۍ پر وړاندې د "عزم استحکام" په نوم عملیات کوي. یو شمېر سیاسي ګوندونو او د بېلابېلو سیمو مشرانو او اوسېدونکو د دې عملیاتو مخالفت کړی دی، خو حکومت وايي چې په دې عملیاتو کې به د پخوانیو هغو په څېر خلک نه کډوال کېږي.

په سوات له دې مخکې هم د ناامنۍ او د پوځي عملياتو ضد جرګې، ولسي غونډې، پاڅونونه او احتجاجونه شوي دي.

دا هم وګورئ:

په خیبر پښتونخوا کې د وسلوالو فعالیتونو د خلکو پر ژوند څه اغېز کړی؟د پاکستان پوځ لوړپوړو قومندانانو خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ناامنۍ پر ختمولو بحث کړی دیخيبر پښتونخوا کې خلک او ګوندونه د پوځی عملياتو سخت مخالفت ولې کوي؟د سوات قامي جرګه وايي سېپټېمبر کې د سيمې د امنیت په اړه "لویه غونډه" کوي

د پاکستان پوځ په ۲۰۰۹ز کال کې د "اپریشن راہِ راست" په نامه پوځي عملیات کړي ول. هغه مهال وسلوالو ډلو په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالو، په سیمه کې نفوذ زیات کړ او د سوات پر زیاتره برخو یې کنټرول ترلاسه کړی وو چې تر عملیاتو وروسته پوځ سیمه له وسلوالو پاکه کړه.

د پوځي عملیاتو له وجې شاوخوا ۲.۵ میلیونه کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول او کډوال شول. دا کډوال په زیاته اندازه د خیبر پښتونخوا نورو سیمو، لکه مردان، صوابۍ او نورو نېږدې سیمو کې تر څو میاشتو په کېمپونو او ښوونځیو کې ځای پر ځای شوي ول.

د "اپریشن راه راست" پر مهال او له هغې وروسته، د خلکو پر ژوند او د سیمې پر اقتصادي حالت ژور اغېز وشو، کورونه او ښوونځي ویجاړ شول او د سیمې اقتصادي حالت سخت زیانمن شو. د خلکو د کورونو، شتمنۍ او زیربناوې ویجاړې شوې او د زدکړو نظام هم ورسره وځپل شو.