سیو دي چلډرن: بارانونو او سېلابونو پاکستان کې لسګونه ماشومان وژلي دي

سیو دي چلډرن وايي، یوازې په سیند صوبه کې بارانونو او سیلابونو له ۷۲ زرو زیات ماشومان متاثره کړي دی: انځور له ارشیفه

د ماشومانو د ژغورنې نړیواله اداره (سیو دي چیلډرن) وايي، په پاکستان کې د وروستیو ورښتونو پر مهال په وژلو شویو کسانو کې له نیمايي زیات یې ماشومان دي.

د سیو دي چیلډرن د پاکستان دفتر مشر خرم ګوندل وايي، د پشکال د بارانونو او سېلابونو له وجې د سېپټېمبر تر څلورمې نېټې پورې له ۱۵۰ زیات ماشومان مړه شوي او له ۲۰۰ زیات ژوبل شوي دي. د نوموړي په وینا، یوازې په سیند صوبه کې بارانونو او سېلابونو له ۷۲ زرو زیات ماشومان متاثره کړي دی.

دا هم وګورئ: يونېسېف وايي د پاکستان څلور ميليونه ماشومان پاکو اوبو ته لاسرسی نلري

په پاکستان کې د طبیعي ناورینونو د انتظام ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) په وینا سږ کال د پشکال بارانونو او سېلابونو د جولای له پنځمې د سېپټېمبر تر پنځمې نېټې پورې په ټول هیواد کې ۳۴۱ کسان وژلي دي. د یادې ادارې د معلوماتو له مخې په دغو تلفاتو کې ۱۱۷ سړي، ۵۳ مېرمنې او ۱۷۱ ماشومان دي. همدا رنګه په ۶۱۳ ژوبلو کې هم ۲۲۰ یې ماشومان ښودل شوي دي.

د ماشومانو د حقونو او خوندیتوب لپاره کارکوونکی ډاکټر عادل ظریف وايي، دا چې د ماشومانو جسم کمزوری وي او زیات ځواک نه لري نو زیات زور او فشار نه شي زغملی او زر او زیات متاثره کېږي. نوموړی وايي، له بارانونو وروسته چې کله سېلابونه راشي نو اوبه ورسره ګنده شي چې له وجې یې ماشومان د هیضې ناروغۍ ښکار شي.

د ماشومانو د ژغورنې نړیواله اداره سیو دي چلډرن وايي د ۲۰۲۳م کال له جولای نیولې د ۲۰۲۴م کال تر جونه پورې په ګرده نړۍ کې د ګرمۍ له وجې ۳۴ کروړه او ۴۰ لاکه نه زیات ماشومان متاثره شوي دي. یاده اداره وايي، د تودوخې زیاتېدو له وجې د ماشومانو زده کړې هم متاثره شوې دي.