د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې د زیات باران له کبله په تېرو دوو ورځو ۱۲ تنه وژل شوي


په پاکستان کې د زیات باران له کبله په کورونو اوبه ننوتې دي. (انځور: ارشیف)
په پاکستان کې د زیات باران له کبله په کورونو اوبه ننوتې دي. (انځور: ارشیف)

په پاکستان کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام اداره وايي چې په تېرو دوو ورځو کې تېز باران او سېلابونو په ټول ملک کې ۲۰ تنه وژلي دي.

یادې ادارې د اګست پر ۳۰مه ناوخته په خپاره کړي رپورټ کې ویلي‌ چې په دې ۲۰ تنو کې ۱۲ یوازې په خیبر پښتونخوا کې وژل شوي دي.

په رپورټ کې راغلي چې د دې تر څنګ پنځه تنه په پنجاب، یو په سیند او دوه تنه د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې وژل شوي دي.

بل پلو په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي‌ افتونو پر وخت د انتظام اداره وايي چې له دې سره په تېرو دوو میاشتو کې په یاده صوبه کې د باران او سېلاب له کبله د وژل شویو شمېر ۸۸ ته رسېدلی دی.

یادې ادارې د اګست پر ۳۱مه په ویلي چې په وژل شویو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي. د دوی په وینا په دې موده کې تر ۱۰۰ زیات کسان ټپي شوي دي هم دي.

 د سیند او بلوچستان په ساحلي سیمو کې د توپاني باران خبرداری ورکړل شوی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:28 0:00

د خیبر پښتونخوا بر دیر په پاتراک سیمه کې د اګست ۲۹مې او ۳۰مې نېټې په مینځنۍ شپه د غره ښوئېدو له امله د یوې کورنۍ ۱۲ کسان وژل شوي وو.

د ژغورنې ادارې (ریسکیو ۱۱۲۲) د اګست په ۳۰مه پر خپله ووبپاڼه خبر ورکړی وو چې هغه پېښه هم د زیاتو بارانونو له امله شوې وه.

د یادې ادارې ویاند بلال فیضي د اګست پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل چې د هغوی مرستندویه ډلې په زیاترو اغیزمنو سیمو کې لا هم موجود دي.

د خیبر پښتونخوا چارواکي وايي، د ځاني تاوان ترڅنګ خلکو ته په لویه پیمانه مالي زیانونه هم رسیدلي دي. دوی وايي، د خلکو ولاړ فصلونه، کورونه او کروندې بارانونو او سیلابونو لاهو کړي دي.

د پي ډي اېم ای په وینا په اګست میاشت کې د سیلابونو او بارانونو له وجې له ۱۰۰ زیات څاروي هم مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د بارانونو لړی لا هم روانه ده.

د پاکستان موسمياتي محکمې د بلوچستان په ساحلي علاقو کې د توفان او د سيند صوبې کراچۍ په ګډون نورو برخو کې د سختو بارانونو خبرداري ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG