جنوبي وزيرستان کې ۶ پوځيان وژل شوي، ۱۰ ژوبل دي

د جنوبي وزيرستان په واڼه کې د پاکستان پوځيان ګزمه کوي ـ انځور له ارشيفه

په جنوبي وزیرستان کې د پوځ پر یوه پوسته په وسلوال برید کې شپږ پوځیان وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل شوي دي.

د هغې سيمې استخباراتي چارواکو مشال راډيو ته ويلي چې وسلوالو نن (د سېپټېمبر پر ۲۰مه) سهار وختي په لده تحصیل کې د پوځ پر امنيتي پوسته بريد وکړ چې وروسته د دواړو غاړو ترمينځ تر ډېره وخته ډزې هم وشوې.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې د سېپټېمبر پر ۲۰مه ويلي چې د ډزو په تبادله کې يې پينځه وسلوال وژلي دي.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د هغه بريد په اړه څه نه دي ويلي.

په جنوبي وزیرستان کې تر دې وړاندې هم پر پوځي سرتېرو، پولیسو او د پولیو د مخنيوي کيمپېن پر کارکوونکو وسلوال بریدونه شوې دي.

د سېپټمبر پر نهمه د جنوبي وزيرستان په واڼه بازار کې د پولیو ضد واکسیني ډلو د ساتنې لپاره د ګومارل شويو پولیسو پر ګاډي چاودنه شوې وه چې پکې شپږ پولیس او درې ولسي وګړي ژوبل شوي ول.

دا هم وګورئ: د جنوبي وزيرستان د بدر سيمې خلک وايي، د ناامنۍ له کبله یې کډې پیل کړې دي‌

بل خوا روانه اونۍ د جنوبي وزيرستان اوسېدونکو یو ځل بیا له حکومتي او امنیتي چارواکو غوښتنه کړې وه چې هلته دې د ناامنۍ، هدفي بریدونو او بمي چاودنو د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

په دا وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمو او جنوبي ضلعو کې وسلوال بريدونه او د ناامني پېښې زياتې شوي چې ولسونو يې په وار وار د مخنيوي لپاره احتجاجونه کړي او پرلتونه يې وهلي دي.

دا بريدونه په داسې حال کې شوي چې د پاکستان حکومت د جون پر ۲۲مه د "عزم استحکام" په نوم د پوځي عملیاتو اعلان کړی دی. پوځ دريځ لري چې د ناامنۍ ختمولو لپاره هغه عملیات اړین دی خو د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د هغو عملیاتو پرضد احتجاجونه شوي دي او خلک وایي چې تر دې وړاندې هم هلته پوځي عملیات شوي دي خو نه یوازې خلکو ته پکې زیانونه رسېدلي بلکې امنیت هم نه دی ورسره راغلی.

خلکو غوښتنه کړې چې د پاکستان پوځ دې د امنیت د ټینګښت لپاره د ترهګرۍ ضد تګلارې بدلې کړي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.