د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزيرستان د بدر سيمې خلک وايي، د ناامنۍ له کبله یې کډې پیل کړې دي‌


په جنوبي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له کبله تر دې وړاندې هم خلک کډې کړې دي. (انځور: ارشیف)
په جنوبي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له کبله تر دې وړاندې هم خلک کډې کړې دي. (انځور: ارشیف)

د بر جنوبي وزيرستان د بدر سيمې اوسېدونکو له دې وجې کډې کول پيل کړي دي چې وايي د پاکستان امنيتي ځواکونه يې کورونه په درنو وسلو سره په نښه کوي.

د سروېکۍ تحصيل چيرمين شاه فيصل غازي د اګست پر ۱۹مه مشال راډيو ته وويل، له دې باوجود چې د اګست پر ۱۷مه د بدر او شاوخوا سيمو قومي مشرانو له پوځي او انتظامي چارواکو سره ليدلي ول، امنيتي ځواکونه پر يوشمېر کليو د توپو او مارټر ګولو ډزونه کوي او خلک مجبور دي چې نسبتاً ارامه ځايونو ته کډه شي.

ده وویل، "ډېر بد حالت دی. د رنګ خېل او شنګۍ کليو خلکو خپل کورونه خالي کړي او روان دی. موږ حکومت د امن په نوم راوستلي وو او ذمه واري يې ده چې امن راکړي. خو نن بيا حکومت راولاړ شوی او پر خلکو توپې او ګولۍ وروي. خلک له خپل بال بچ سره هلته ژوند نشي کولای."

د مشال راډيو ځايي خبريال هڅه وکړه چې په دې اړه د بر جنوبي وزيرستان د انتظاميې دريځ واخلي، خو له چارواکو سره په خبرو و نه توانېد.

خو د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د بر جنوبي وزيرستان يو استازي اصف خان د اګست پر ۱۹مه له مشال راډيو سره په خبرو کې د بدر پر کليو د پوځ د ډزو او په نتيجه کې يې د هغو د خالي کېدو مسلې تصديق وکړ.

نوموړي د ځايي پوځي چارواکو په حواله زياته کړه چې وسلوال تر بريد وروسته په همدې کليو کې پټېږي او ځکه نو ځواکونه مجبور دې چې هم هلته يې په نښه کړي.

اصف خان وويل چې له حکومتي ادارو سره يې خبرې روانې دي چې د تازه بېکوره شويو خلکو شمېر معلوم او اړينې مرستې ورسول شي.

دا له هغه وروسته ده چې د جنوبي وزیرستان په بدر سیمه کې ځایي مشرانو د اګست پر ۱۶مه په یوه جرګه کې له حکومته د امنیت پر ځای کولو غوښتنه کړې ده.

د جرګې یو مشر ملک عصمت الله مشال راډیو ته ویلي وو چې په بدر کې پوځ د وسلوالو خلاف عملیات وکړل خو زیاتره تاوانونه پکې عام ولس ته ورسېدل.


د جرګې مشران تور پورې کړی وو چې د عملیاتو پر مهال د عامو خلکو کورونه په توغندیو ویشتل شوي دي او اوس خلک له بدر او ځینو نورو سیمو په کډه کولو مجبوره دي.

بدر د جنوبي وزیرستان هغه سیمه ده چې په دې وروستیو کې پکې د پوځ او وسله والو ترمنځ پر یو بل د بریدونو له کبله امنیتي‌ حالات تر پخوا ډېر خراب شوي دي.

په دې سیمه کې د اګست پر ۱۱مه او ۱۳مه د وسله والو له خوا په دوه جلا جلا بريدونو کې شپږ پاکستاني پوځيان وژل شوي او ۲۷ نور ژوبل شوی دي.

په دې سیمو کې مېشت خلک له تېرو څو میاشتو راهیسې په پرلپسې توګه د پوځ او وسله والو ترمنځ د یو بل په نښه کولو په ترڅ کې د عام ولس ځپل کېدو په اړه شکایتونه کوي.

د دې سیمې خلکو د ۲۰۲۴م کال په مې میاشت کې هم مشال راډیو ته ویلي وو چې ځواکونه په سیمه کې د امنیت لپاره څارګرې بې پیلوټه الوتکې کاروي او په ځینو ځایونو کې کیمرې هم لګولې دي چې هغوی یې پرېشانه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان وفاقي حکومت د ۲۰۲۴م کال د جون پر ۲۲مه په ملک کې د وسله والو پرضد د عزم استحکام په نامه پوځي عملیاتو منظوري‌ ورکړې وه.

خو د سیاسي ګوندونو او عام ولس له خوا تر سخت غبرګون وروسته حکومت ویلي وو چې دا عملیات به د پخوانیو هغو په څېر خلک نه بې کوره کوي بلکې د دوی په وینا هدف عمیلیات به وي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG