سوداګر: د راجګل کډوالو د احتجاج له امله د پاکستان او افغانستان تجارت کم شوی

کډوال غوښتنه کوي چې دوی دي خپلو سيمو ته ستانه کړل شي. پخوانی انځور

د پاکستان او افغانستان د ګډې تجارتي او صنعتي خونې غړي وايي چې پر تورخم دوه اړخیز تجارت نېږدې ۵۰ فیصده کم شوی دی.

د دوی په وینا، د دې وجه دا ده چې د تیرا راجګل کډوالو له تېرو شاوخوا ۴۰ ورځو راهیسې د پېښور او تورخم ترمنځ لاره تړلې ده.

د یادې خونې یو مشر شاهد حسېن د سېپټمبر پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، دوی اټکل کړی دی چې که پر دې لاره دوه اړخیز تجارت ۸۰۰ ميلیونه ډالره وو نو هغه اوس څلور سوه ميلیونه ته راټیټ شوی دی.

هغه زیاته کړه چې حکومت باید داسې تګلاره جوړه کړي چې د پېښور او تورخم ترمنځ لاره بیا څوک ونه تړي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د راجګل کډوالو له ۱۵ ورځو راهیسې تورخم ته تلونکې لاره تړلې ده

د تيرا راجګل کډوالو د روان ۲۰۲۴ز کال د اګست له ۲۰مې راهيسې د جمرود په بېګياړۍ سيمه کې احتجاجي پرلت وهلی دی چې له امله يې له افغانستان سره يې د تورخم پر لاره په تګ راتګ کې ستونزې جوړې شوې دي.

له راجګله په ۲۰۱۳ز کال کې د پوځي عملیاتو له وجې څه باندې ۲۰،۰۰۰ کورنۍ بې ځایه شوې وې چې ځينې یې په جمرود کې له خپلوانو یا په خامو (کچه) کورونو کې دېره شوې وې.

د خیبر انتظامي چارواکو تر دې مخکې ويلي ول چې په تېرو څلورو کلونو کې یې په پړاوونو کې د تیرا د راجګل سلګونه کورنۍ خپلو کلیو ته ستنې کړې دي او نورې به هم هلته د امن تر بحالۍ وروسته ستنې کړې دي.

په وروستي ځل په جون کې لسګونه کورنۍ خپلو کورونو ته ستنې شوې دي.

تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې ورڅخه هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي ګاډي تېرېږي.

دا لار د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ او تر هغې مخکې هغه دروازه وخت په وخت د سوداګریزو مالونو او خلکو د تګ راتګ په وړاندې تړل شوې ده.