روسیې تاييد کړه چې په وزیرستان کې پرېوتي هيلي کاپټر کې ۲ روسان او يو بېلاروسی وژل شوي

د پاکستان پوځيان په شمالي وزیرستان کې - انځور له ارشیفه

د روسیې حکومت تاييد کړه چې په شمالي وزیرستان کې د يو هيلي کاپټر د پرېوتو په پېښه کې ۲ روسي وګړي وژل شوي دي.

په اسلام اباد کې د روسیې سفارت د اکتوبر پر لومړۍ نېټه په يوه خبرپاڼه کې زیاته کړه چې درېيم وژل شوی تن پيلوټ وو چې د بیلاروس دی. په بیان کې زیاته شوې چې وژل شوي روسي وګړي، نېکولای ریباکوويچ او سامويل ماردويان نومېدل. د وژل شوي بېلاروسي پيلوټ نوم سرګې کوشېليف یاد شوی دی.

روسیې د هيلي کاپټر د غورځېدو سبب نه دی ویلی خو د پاکستان پوځ د سیپتمبر پر ۲۸مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي‌ وو چې د شمالي وزیرستان په شېوه تحصیل کې د ماړي پټرولیم کمپنۍ چارټرډ هیلي کاپټر د تخنيکي مسلې له وجې غورځېدلی. پوځ زیاته کړې وه چې په دې پېښه کې شپږ کسان وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي.

د پوځ مطبوعاتي څانګې (ای اېس پي ار) مشال راډیو ته په رالېږلي بیان کې زیاته کړې وه چې په اېم ای اته ډوله هیلي کاپټر کې د ۳ روسي پیلوټانو په ګډون ۱۴ کسان سپاره وو. هغه مهال د وژل شويو کسانو پوره پېژندګلوي‌نه شوه شوې او پوځ ويلي وو چې تر ډي اېن ای ټېسټونو وروسته به معلومه شي چې وژل شوي څوک دي.

د پوځ په خبره، هیلي کاپټر په شېوه اېل فیلډ یا د تېلو ساحه کې د انجن د خرابېدو له وجې راپرېوتی دی. په بیان کې راغلي چې هیلي کاپټر د تخنیکي خرابۍ له وجې بېړنۍ ناسته کوله چې له ځمکې سره ټکر شو. ژوبل کسان د ټل پوځي روغتون ته وړل شوي دي. بیان زیاتوي چې داسې شواهد نه دي ترلاسه شوي چې ګواکې د پېښې تر شا د ورانکارو لاس وي.

ماړي پټرولیم کمپني د ګېس اېستلو کمپني ده چې د پاکستاني پوځ فوجي فاونډېشن پکې تر ټولو ډېره برخه لري. دا کمپني د شمالي وزیرستان په شېوه کې د تېلو او ګاز رااېستلو کار کوي او یو لوی پایپ لاین یې تر پنجاب پورې غځولی دی.