شمالي وزیرستان کې ۶ پوځیان وژل شوي، ۲۴ ژوبل دي

په شمالي وزیرستان کې پوځیان د ډیورنډ کرښې ته نېږدې ګزمه کوي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو په برید کې د یو پوځي افسر په ګډون شپږ پوځیان وژل شوی دي.

په میرامشا کې انتظامي او استخباراتي چارواکو مشال راډیو ته وویل چې د اکتوبر څلورمې او پینځمې په منځنۍ شپه، په سپین وام کې وسلوالو د پوځیانو پر کاروان برید وکړ چې پکې لیفټېننټ کرنل محمد علي شوکت او پینځه سرتېري ووژل شول.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) هم په دې اړه بیان جاري کړی چې یې پکې د وژل شوي افسر او سرتېرو نومونه خپاره کړي او پکې راغلي دي چې د پوځیانو سره په ډزو کې شپږ مشکوک وسلوال هم وژل شوي دي. بیان زیاتوي چې تر برید وروسته هلته د لټون عملیات دوام لري.

که څه هم د ای اېس پي ار په بیان کې د ژوبلو سرتېرو په اړه څه نه دي ویل شوي خو د شمالي وزیرستان انتظامیې او استخباراتي ادارې ځینو سرچینو مشال راډیو ته ویلي چې په یاده پېښه کې ۲۴ سرتېري ژوبل شوي هم دي.

د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په شمالي وزیرستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې ناامنۍ زور نیولی دی چې په کې په هدفي وژنو، بمي چاودونو او په بریدونو کې د امنیتي ځواکونو په ګډون د سیمې خلکو مرګژوبله اوښتې ده.

د سېپټېمبر پر ۲۱ مه میرلي بازار ته نېږدې د پوځ او وسلوالو ترمينځ نښته شوې وه چې پکې د مرګژوبلې خبرونه ورکړل شوي وو. پوځ په هغې نښته کې د پينځو وسلوالو د وژنې او د اتو نورو د ژوبلولو خبر ورکړی وو. پوځي سرچینو په هغه نښته کې د څلورو عکسرو د ژوبلېدو هم ویلي ول.

د نښتې په مهال د میرلي بازار په د څارویو په منډۍ کې اور لګېدلی وو. پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) ويلي چې په ميرلي کې د څارويو په منډۍ کې د پوځ د مارټر ګولو (هاوان مرميو) له امله لسګونه غواوې او مېښې له منځه تللې وې.

دا هم وګورئ:

اتمانزیو جرګې په شمالي وزيرستان کې د ټولو دفترونو د تړلو اعلان کړیمیرلي کې د نښتې پر مهال په منډیۍ کې دوکانونه او څاروي سوځېدلياېمل ولي خان: پاکستان د افغانستان د بې ثباته کولو لپاره پر خپله خاوره "وسلوال ساتلي" ديشمالي وزيرستان کې د پوځ او وسلوالو ترمينځ نښتې مرګژوبله اړولې ده

په شمالي وزیرستان او د خیبر پښتونخوا په نورو ضلعو کې د ناامنۍ ضد خلکو وخت په وخت پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه هم کړي دي.

په سیمه کې د ناامنۍ ضد د اتمانزیو جرګې احتجاج د تېرو څو ورځو راهیسې روان دی. دوی د سیمې د امنیت پر ځای کول، د هدفي وژنو مخنيوی، د عملياتو پر مهال د ولسي وګړو نه ځورول او نه ګرفتارول، د ۲۰۱۴ کال د پوځي عملیاتو او ناامنیو پر مهال د ميرامشا د ړنګ شوي بازار دوکاندارانو ته د تاوان ورکولو غوښتنې کوي.

بل خوا ته، د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کړي ول او شاوخوا دوه کاله وروسته یې دعوه وکړه چې سیمه یې له وسلوالو پاکه کړې ده.

په ۲۰۱۶ز کال کې چې لکونه بې کوره خلک سیمې ته ستانه شول نو تر څه وخت پورې امن وو خو د ۲۰۱۸ز په وروستیو کې پکې هدفي او نورې حملې پیل شوې چې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې لا زیاتې شوې دي.