د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې د پوځ او وسلوالو ترمينځ نښتې مرګژوبله اړولې ده


شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ سرتېري ګزمه کوي ـ انځور له ارشيفه
شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ سرتېري ګزمه کوي ـ انځور له ارشيفه

د شمالی وزیرستان په میرلی بازار او خوا او شا سیمو کې د سېپټېمبر پر ۲۴مه د پوځ او وسلوالو ترمينځ نښته شوې چې پکې مرګژوبله اوښتې ده.

د پاکستان پوځ سرچينې ادعا کوي چې د هغې نښتې پر مهال يې پينځه وسلوال وژلي او اته نور يې ژوبل کړي دي.

پوځي سرچینو د سېپټېمبر پر ۲۴مه مشال راډیو ته وويل چې په هغه نښته کې څلور امنیتي عسکر هم ژوبل شوي دي.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د پوځ د ادعا په اړه غبرګون نه دی ښوولی او نه يې هم خپلواکه سرچينو پخلی کړی دی.

بلخوا پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) ويلي چې په ميرلي کې د څارويو په منډۍ کې د پوځ د مارټر ګولو (هاوان مرميو) له امله لسګونه غواوې او مېښې وژل شوي دي.

پي ټي اېم د سېپټېمبر پر ۲۴مه پر خپله رسمي اېکس پاڼه يوه ويډيو خپره کړې او ادعا کوي چې دا د ميرلي د څارويو منډۍ ده.

ويډيو کې وژل شوي غواوې او مېښې ښکاري چې ځينې يې سوځل شوي دي او ځينې خلک ورته ولاړ دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې د شمالی وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په يو شمېر سيمو کې وسلوال بریدونه، هدفي وژنې او چاودنې زیاتې شوې دي.

په هغو سيمو کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کړي ول او شاوخوا دوه کاله وروسته یې دعوه وکړه چې سیمه یې له وسلوالو پاکه کړې ده. په ۲۰۱۶ز کال کې چې لکونه بې کوره خلک سیمې ته ستانه شول نو تر څه وخت پورې امن وو خو د ۲۰۱۸ز په وروستیو کې پکې هدفي او نورې حملې پیل شوې چې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې لا زیاتې شوې دي.

XS
SM
MD
LG