راپور: په پاکستان کې ۶۰۰۰ کسان د اعدام د سزا منتظر دي

پاکستان د هغو هیوادونو په لیک لړ کې شامل دی چې تر ټولو زیاتې د مرګ سزاوې اوروي. 

په پاکستان کې د بندیانو د حقونو لپاره کارکوونکی یو سازمان وايي، په هغه هیواد کې له ۶۰۰۰ زیات کسان دا مهال په زندانونو کې د مرګ په سزا محکوم دي.

جسټس پراجیکټ پاکستان په نوم سازمان دا څرګندونې په یو تازه راپور کې چې د ۲۰۲۴م کال د اکتوبر پر ۱۰مه خپور شوی کړې دي. راپور وايي پاکستان د هغو هیوادونو په درجه بندۍ کې شامل دی چیرته چې عدالتونه تر ټولو زیاتې د مرګ سزاوې اوروي.

د جسټس پراجیکټ پاکستان د راپور له مخې د پاکستان عدالتونه په ۳۱ جرمونو کې خلکو ته د مرګ سزاوې اوروي.

دا هم وګورئ: پنجاب کې عدالت يو عيسوي ته د مذهب د سپکاوي په مقدمه کې د مرګ سزا اورولې

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن وايي، پاکستان باید د مهذبې پرمختللې نړۍ سره سم مزل وکړي او غیر انساني سزاګانو ته د پای ټکی کېږدي. د یاد کمېشن د خیبر پښتونخوا مشر اکبر خان وايي: "دا د انساني عظمت او وقار خلاف سزا ده، ظالمانه سزا ده او په پاکستان غوندې یو هیواد کې چې په عدالتي سیسټم کې یې ډېرې خلاوې موجودې دی، د دې سزا ورکول ظلم دی. "

د نوموړي په وینا، د ریاست ذمه واري ده چې د خلکو د ژوند تحفظ وکړي نه دا چې د هغوی ژوند دې ختموي. نوموړی وايي، په جرمونو کې د ککړو کسانو د اصلاح لپاره دې لارې وباسي. که څه هم نوموړی وايي چې د اعدام په سزاګانو په ټولنه کې اصلاح نه راځي خو دیني عالمان بیا وايي، که یو مجرم ته پر وخت سزا ورکړل شوه، د جرمونو کچه ورسره راټیټیدی شي. د جمیعت علمای اسلام (سمیع الحق) ګوند یو مشر مولانا سید یوسف شاه په دې اړه مشال راډیو ته وویل: "خدای پاک په قران کې ویلي، ستاسو لپاره په قصاص کې ژوند دی. په پاکستان کې که مجرمانو ته پر وخت سزا ورکول کېدای نو د جرمونو شمېر به کم شوی وای. له خلکو سره به زور زیاتی نه کېده، نو سزا ډېر ضروري ده او تر هغې چې سزا نه وي جرمونه نه ختمېږي."

دا هم وګورئ: کراچۍ کې مسیحیانو او فعالانو یو عیسوي ته د مرګ سزا اورونې ضد مظاهره کړې

د پېښور های کورټ وکیله مهوش محب کاکاخېل وايي، په پاکستان کې په تدریجي ډول کال په کال د مرګ سزاګانې کمې شوې دي. هغه وايي، په ځينو قضیو کې د مرګ سزاوې ضروري وي. د نوموړې په وینا که قاتلینو او هغو کسانو ته چې پر ماشومانو او مېرمنو جنسي تېری کوی، د مرګ سزاوې ورنه کړل شي نو بیا د هغوی د ناړامۍ مخنیوی شونی نه وي. هغه وايي: "که داسې کسان سزا ونه مومي په ټولنه کې نور کسان هم هغه جرمونه کوي، ځکه چې له هغوی سره به د مرګ د سزا وېره نه وي."

د پاکستان حکومت په ۲۰۰۸ کال کې چې اصف علي زرداري د هیواد ولسمشر وو، د مرګ په سزا بندیز لګولی وو خو وروسته په ۲۰۱۴م کال کې چې په پېښور کې پر ارمي پبلک سکول د ترهګرۍ برید وشو، نو حکومت یو وارې بیا مجرمانو ته د مرګ سزا اورول پیل کړل.