د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب کې عدالت يو عيسوي ته د مذهب د سپکاوي په مقدمه کې د مرګ سزا اورولې


د پاکستان په پنجاب کې عيسويان د مذهب د سپکاوي په تور د دوی پر کورونو او عبداتځايونو د بريدونو خلاف احتجاج کوي ـ انځور له ارشيفه
د پاکستان په پنجاب کې عيسويان د مذهب د سپکاوي په تور د دوی پر کورونو او عبداتځايونو د بريدونو خلاف احتجاج کوي ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان د پنجاب صوبې په ساهيوال سيمه کې يو ځايي عدالت يو عيسوي تن ته د مذهب د سپکاوي په مقدمه کې د مرګ سزا اورولې ده.

د تورن کس وکيل خرم شهزاد د جولای پر لومړۍ نېټه اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانس ته ويلي چې د هغه موکل احسان شان ته عدالت د جون پر ۲۹مه سزا واوروله.

نوموړی زياتوي چې هغه به د دې سزا خلاف په لويو عدالتونو کې اپيل کوي.

د اژانس د راپور له مخې، پر احسان شان تور وو چې تېر کال (۲۰۲۳ز کې) يې د جړاوالا له پېښې وروسته پر ټولنيزې شبکې ټيک ټاک د مسلمانانو خلاف کرکجن مواد خپاره کړي ول.

د ۲۰۲۳ز کال په اګست کې د پنجاب په جړاوالا سیمه کې مذهب ته د توهین تر ګنګوسو وروسته لسګونه پارېدلو کسانو پر یوشمېر کلیساګانو او د عیسویانو پر کورونو بریدونه وکړل او تاوانونه یې واړول.

په پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي په نوم پېښې کېږي چې پکې زیاتره تورن کسان د نورو مذهبونو منونکي وي خو کله کله مسلمانان هم تورنېږي.

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د مجازاتو یو قانون هم موجود دی خو پر دې سربېره وخت په وخت خلک له خپل لوري اقدام کوي او له تشدده کار اخلي.

د جون پر ۲۰مه، په دا ډول يوه پېښه کې د خیبر پښتونخوا د سوات په مدين کې پارېدلو کسانو له سيالکوټه ورغلی یو سيلانی د مذهبي مقدساتو سپکاوي په تور وواژه.

وروسته پوليسو د هغې پېښې د پلټنو لپاره يوه ګډه پلټنیزه ډله جوړه کړه او ۲۲ تورن کسان يې ونيول.

د سوات د پولیسو د پلټنیزو چارو مشر (اېس پي انوېسټيګېشن) باچا حضرت د جون پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې د نیول شویو کسانو پرضد یې په مقدمه کې د وژنې، اقدام قتل، سرکاري ودانیو ته د زیان رسولو او د ترهګرۍ مادې یا دفعې هم شاملې کړې دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د ۲۰۲۳ز کال د اپرېل پر ۲۶مه په خپل کلني رپورټ کې ویلي ول چې په هغه هېواد کې د مذهب سپکاوي په نوم عدالت ته له وړاندې کېدو پرته د تورنو کسانو وژنې دوام لري. رپورټ زیاتوي چې ریاست د قوانینو په سختولو د تورنو کسانو ژوند لا ګران کړی دی.

د بشري حقونو سازمانونو، قانونپوهانو او مدني فعالانو په بیا بیا ويلي چې په پاکستان کې په یوشمېر پېښو کې د توهين مذهب د سزاګانو قانون د شخصي دښمنيو لپاره کارول شوی دی نو د دوی په وينا، بايد پکې داسې ترميم وشي چې ورسره سم د هغو کړنو مخه ونيول شي.

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د مجازاتو په قانون کې د بدلون موضوع دومره حساسه ده چې په اړه يې زیاتره سیاستوالان، مدني فعالان، قانونپوهان او روڼ اندي ديني عالمان یا خو بیخي خبرې نه کوي او يا بیا په خپلو څرګندونو کې د ټکو په انتخاب کې له ډېر احتياطه کار اخلي ځکه چې د بلوه ګرو له خوا د وژنو پېښو دا وېره لا زیاته کړې ده.

خو په تېرو وختونو کې د پاکستان حکومتونو په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د مذهب سپکاوي د سزاګانو د قانون ناسمې کارونې اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG