پر چينايانو د بریدونو زیاتېدل: ایا پاکستان کې د چين پروژې په خطر کې دي؟

د پاکستان د سمندري ځواک يو سرتېری په ګوادر بندر کې د چين په مرسته د روانو پروژو د ساتنې لپاره ولاړ دی ـ انځور له ارشيفه

د چين حکومت يو ځل بیا پر پاکستان غږ کړی چې چينايي وګړو ته "سمدستي او موثره امنيت" برابر کړي تر څو هغوی روانې اقتصادي پروژې په ښه توګه بشپړې کړای شي.

بیجنګ دا غوښتنه د اکتوبر پر ۱۵مه، د چينايي وزیراعظم لي چيانګ او پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري سره تر ملاقات وروسته په يوه خبرپاڼه کې کړې ده.

د دې غوښتنې په غبرګون کې د پاکستان حکومت په يو بیان کې ټينګار کړی چې د چينايي پروژو او وګړو د امنيت په اړه د راولاړو شويو اندېښنو د ختمولو لپاره به تدابیر زیاتوي.

په پاکستان کې د چين د پروژو لويه برخه په بلوچستان او په تېره بیا په ګوادر کې ده.

له پاکستانه د ازادۍ لپاره جنګېدونکې وسلوالې ډلې دا پروژې د بلوڅانو د وسایلو "تروړونکې" بولي نو ځکه بریدونه ورباندې کوي.

له دغو وسلوالو سره د مقابلې او د چينايي وګړو د خونديتوب لپاره د پوځ د ځانګړي ځواک پر ګومارلو سربېره، د پاکستان حکومت د روان ۲۰۲۴ز کال په سېپټېمبر مياشت کې اعلان وکړ چې پولیس به د ځانګړې روزنې لپاره چين ته لېږدوي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت پر خپله ووبپاڼه ليکلي چې په ټولو صوبو کې هم د چينايانو د امنيت لپاره زرګونه پولیس ګومارل شوي او د چينايانو د خوندیتوب لپاره ځانګړې روزنه ورکړل شوې ده.

خو پر دې سربېره، په وروستيو کې بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې بلوچ لېبريشن ارمي (بي اېل اې) پر چينايي وګړو بریدونه زیات کړي او د پخوا په نسبت يې "کره" کړې دي.

دې ډلې وروستی ځانمرګی برید د اکتوبر پر څلورمه په کراچۍ کې له جناح هوايي ډګر سره د چينايانو پر ګاډو وکړ چې دوه چينايي انجينران یې ووژل او يو چينايي او اته پاکستانيان یې ژوبل کړل. د پاکستان حکومت منلې چې په هغه هدفي بريد کې وژل شوي چينايان ډېر مهم انجينران ول.

دا هم وګورئ:

شنونکي: اسلام اباد د چینايي وګړو خوندیتوب لپاره د ترهګرۍ ضد منظمې تګلارې ته اړتیا لريکراچۍ کې پر چينايي انجنیرانو ځانمرګي برید څومره زیان رسولی؟احسن اقبال وايي ملګرو هېوادونو په پاکستان کې د سرمايه کارۍ ډاډ ورکړى دىپه کراچۍ کې د چین کونسل جنرل: شخصي کمپنۍ په زور نه شو راوستلی، پاکستان دې امنيت برابر کړي

په اسلام اباد کې د پاکستان د شخړو او امنيتي مطالعاتو د ادارې مشر، عبدالله خان، چې د چين پر پانګونې يې څيړنې کړې دي، وايي دا وخت لويه ستونزه وسلوالو ته د مهمو استخباراتي معلوماتو رسېدل دي.

هغه زياتوي چې پاکستان د چينايانو د امنيت لپاره د پوځ دوه ډوېژنونه بېل کړې چې ۳۰،۰۰۰ پوځيان کېږي خو بیا هم حملې نه دې درېدلې. "ناکامي دا ده چې د دومره ډېرو امنيتي تدابیرو باوجود پاکستان نه شي کولی چې د ګرځېدونکو چينايانو امنيت وساتي. دا هم د تشویش وړ ده چې وسلوالو ته د چينايانو په اړه کره معلومات څنګه او ولې رسېږي؟ دا نه شم ویلی چې وسلوالې ډلې په امنيتي ادارو کې خپل خلک لري خو پر دې غور پکار دی چې د حساسو معلوماتو وتلو مخنیوی څنګه وشي؟ زما په نظر، پاکستان باید د ډرون الوتکو او نورو جديدو لارو د ګرځېدونکو چينايانو امنيت وساتي."

د نوموړي په وينا، اوس پر دې هم خبرې روانې دي چې د دواړو هېوادونو ترمينځ امنيتي همکاري زیاته شي.

البته عبدالله خان ته نه ښکاري چې دا حملې به چينايان د پروژو له بشپړولو منع کړای شي ځکه چې نوموړی وايي دا پانګونه دومره ډېره ده چې په شاتګ ترې ممکن نه دی.

بیجينګ د چين - پاکستان اقتصادي راهدارۍ يا سيپيک پروژې کې ۶۴ اربه ډالره پانګونه کړې ده.

خو پر چينايانو تر نيږدې هرې حملې وروسته، یا د چين انجينران پاکستان پرېږدي او يا حکومت ورته ځينو سیمو ته د سفر نه کولو ووايي. د ځينو شنونکو په باور، د اندېښنو کچه له دې هم معلومېږي چې د اکتوبر پر ۱۴مه، د پاکستان او چين وزیراعظمانو د ګوادر نړيوال هوايي ډګر پرانیسته د بلوچستان پر ځای، په اسلام اباد کې په انلاين بڼه وکړه.

په چين کې څېړونکی او د دغه هېواد نړيوالو پانګو ته د ورپېښو امنيتي چيلنجونو په اړه د ګڼو ليکنو ليکوال، جلال بازوان وايي چينايي پانګوال ډېر امنيتي خطرونه پر ځان نه مني. له همدې وجې، د پاکستان سياسي او امنيتي بې ثباتي د چينايي پروژو راتلونکی له بې یقينۍ سره مخامخ کوی.

هغه زیاتوي "په افریقا کې هم چې کله چينايانو ته امنيتي خطرونه زیات شول نو پانګونې یې کمې او کرار کرار راټولې کړلې. په پاکستان کې د سیاسي عدم استحکام او ناامنۍ له وجې تر بل هر وخت د چين پانګونې ته خطرونه زیات شوي دي. په پاکستان کې حتا له چينايي سيلانيانو سره وسله لرونکي ساتونکي ګرځي نو په داسې حال کې به پانګونه څه وشي؟"

د نوموړي په وينا، دلته د چين حکومت تجاران بهرنۍ پانګونې ته هڅوي خو هغوی دا پوښتنې کوي چې که حالات ډېر خراب شي نو خپل لسګونه مېليونه ډالر به څنګه راټولوي؟