د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د چین کونسل جنرل: شخصي کمپنۍ په زور نه شو راوستلی، پاکستان دې امنيت برابر کړي


یانګ يوندونګ د خبري غونډې په مهال
یانګ يوندونګ د خبري غونډې په مهال

چین د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې د چین پاکستان اقتصادي لارې (سیپیک) او د شخصي کمپينوو د پانګونې د امنيت لپاره دې ګامونه واخلي.

په کراچۍ کې د چین جنرل کونسلر، یانګ یوندونګ د جولای پر ۳۰مه د دغه ښار په پریس کلب کې خبریالانو ته وویل چې د پاکستان پر حکومت غږ کوي چې د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ دويم پړاو پيليږي نو امنيت دې یې باوري کړي. هغه زیاته کړه چې په دویم پړاو کې به نور شخصي کمپنۍ رابلل کیږي نو "پاکستان باید په دې پوهه شي چې داسې شرکتونه په زور نه شي راوستل کېدلی. د سرمایه کارۍ لپاره باید یو سازګار ماحول رامنځ ته کړل شي."

د یوندونګ په وینا، سیپیک او ګوادر د نړیوالو رابطو لپاره مهم بندر دی. هغه وویل چې د سیپیک په دویم پړاو کې به شخصي شرکتونه پانګونې ته راوبلل شي. یودونګ ټینګار وکړ چې "پاکستان باید داسې پُرامنه او ښه چاپیریال رامنځته کړي چې چینایي او نور نور نړیوال شرکتونه په ډاډ سره هلته پانګونه وکړي".

يوندونګ په ګوادر کې د لاريونونو په اړه وويل چې ځینې سیاسي ګوندونه مظاهرې کوي خو هغه خلک باید هلته د روانو پروژو په اهمیت پوه شي ځکه چې چینایان د بلوچستان خلکو د اقتصادي ثبات او سوکالۍ لپاره کار کوي. دا په داسې حال کې ده چې په بلوچستان کې ځيني تحريکونه او سیاسي ګوندونه د چين پانګونه د خپلو وسایلو استحصال بولي. له پاکستانه د ازادۍ لپاره جنګېدونکو ډلو پر چينايي انجنیرانو ګڼ بریدونه هم کړي او دريځ لري چې خپل وسایل به هېچا ته پرېنږدي.

خو يوندونګ وويل چې په بلوچستان او ټول پاکستان کې د دوی روانې پروژې د ځايي خلکو په ګټه دي. هغه زیاته کړه د پاکستان حکومت هم په بیا بیا ويلي چې سيپيک د دغه مالک د اقتصاد لپاره ډير ازښت لري او په ترڅ کې چې چینای شرکتونه په ګوادر کې د ځوانانو د روزنې پروژې ترسره کوي. دا پروژې د پاکستان په زراعت، تولیداتو، او ټکسټایل صنعتونو کې د همکاریو په پراختیا تمرکز کوي.

د پاکستان حکومت په بیا بیا ويلي چې په خپل هېواد کې د چينايي پانګونې لپاره یې امنيتي تدابیر په لومړيتوبونو کې دي. وزيراعظم شهباز شريف د جون په میاشت کې چين ته د سفر په موقع ويلي وو چې چين سره یې دوه اړخیزې اړيکې په عمومي ډول د ټولې سیمې او په ځانګړې ډول د پاکستان د اقتصادي ګټو لپاره ډير ارزښت لري نو ځکه به د امنيت ساتلو لپاره هر ګام اخلي.

په کراچۍ کې د چین جنرل کونسل دا خبرې په داسې مهال کړي دي چې د بلوچ یووالي کمیټې په اعلان د جولای پر ۲۸مه په ګودار کې د جبري لادرکیو د مخنیوي او پر خپلو وسایلو د واک لپاره د بلوڅانو تر ولسي غونډې وروسته هلته پرلت روان دی. د ولسي غونډې په مهال او تر هغې وروسته د امنیتي ځواکونو او پرلتوالو ترمینځ نښتې شوي او د تشدد پېښې هم راپور شوي دي. پولیسو ګڼ احتجاج کونکي نیولي هم دي.

سیپیک پروژه په رسمي توګه د ۲۰۱۵ کال په اپرېل میاشت کې پیل شوه. د دې پروژې د پیل په اړه موافقه د چین د ولسمشر شي جین پینګ او د پاکستان د هغه وخت لومړي وزیر نواز شریف ترمینځ د یوې رسمي لیدنې پر مهال په اسلام اباد کې لاسلیک شوه.

د چین پاکستان اقتصادي لارې نقشه
د چین پاکستان اقتصادي لارې نقشه

دا پروژه په اصل کې د چین د "یو کمربند، یوه لار" نوښت برخه ده چې هدف یې د اسیا، اروپا، او افریقا ترمینځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو وده ده. سیپیک د چین د شینجيانګ صوبې له کاشغر ښار څخه د پاکستان تر ګوادر بندره پورې ۳۰۰۰ کیلومتره اوږد دهلیز دی، چې د سړکونو، ریل پټلۍ، او انرژۍ پروژو پراختیا په کې شامله ده.

بلوڅ ملتپالان اندېښمن دي چې دې پروژې د ځایي خلکو ګټې نه دي خوندي کړي. ځینې سیاسي ګوندونه هم د پروژې د شفافیت په اړه پوښتنې پورته کوي. په نړیواله کچه، هند د سیپیک پروژې د برخو له کبله انتقاد کوي چې د کشمیر له لانجمنې سیمې څخه تېرېږي.

په بلوچستان او د پاکستان په نورو برخو کې د سیپیک پروژې پر کارکونکو وخت په وخت بریدونه هم کېږي. وروستی برید د مارچ پر ۲۶مه د خیبر پښتونخوا د شانګلې په بشام کې شوی وو چې پکې پینځه چینایي انجینران او د هغوی پاکستانی ډرېور وژل شوي ول. هغو انجینرانو د بر کوهستان په داسو کې د اوبو بند او برېښناکوټ پر جوړولو کار کاوه. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې. بیجنګ تر پېښې وروسته له اسلام اباده چینايي وګړو ته د بشپړ امنیت ورکولو غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG