د لاسرسي ځای

تازه خبر

احسن اقبال وايي ملګرو هېوادونو په پاکستان کې د سرمايه کارۍ ډاډ ورکړى دى


د پاکستان د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزیر احسن اقبال. (انځور: ارشیف)
د پاکستان د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزیر احسن اقبال. (انځور: ارشیف)

د پاکستان د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزیر احسن اقبال وايي ملګرو هېوادونو په راتلونکو پنځو کلونو کې په پاکستان کې د ٢٧ اربه ډالرو د سرمايه کارۍ ډاډ ورکړى دى.

احسن اقبال د سېپټمبر پر ۱۵مه په اسلام اباد کې يوي خبري غونډې ته وویل چې د پاکستان چين اقتصادي راهدارۍ په درشل کې چين د سي پيک په دویمه برخه کې د سرمايه کارۍ لپاره هم رضا شوی دی.

ده وویل، "د سرمايه کارۍ د اسانتیاوو د ځانګړي کونسل په وسیله په راتلونکو پنځو کلونو کې زموږ ملګرو هيوادونو په پاکستان کې د ۲۷ اربه ډالرو د سرمايه کارۍ اعلان کړی سعودي عربستان د پنځه اربه ډالرو د سرمايه کارۍ اعلان کړی دی او متحده عربي امارات او کویت به لس لس اربه ډالره او اذربایجان به دو اربه ډالره پانګونه کوي."

هغه وويل، چين د پرمختګ، معيشت، نوښت، زرغون اقتصاد او د پرانيستې سيمه ييز ټول شموله پرمختګ په شمول د پنځو نویو دهليزونو د جوړولو ډاډ ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG