کورمه کې ۴ کسان وژل شوي، ۸ ژوبل دي

د کورمې په پاړه چينار کې امبولانس د اکتوبر پر ۱۲مه ژوبل کسان روغتون ته رسوي.

د خيبر پښتونخوا په کورمه کې د شینګک اوسېدونکو او مقبلو ترمینځ په نښته کې څلور تنه وژل شوي دي.

د پاړه چینار د مرکزي روغتون مشر ډاکتر میر حسن جان د اکتوبر پر ۱۷مه شپې مهال مشال راډیو ته وویل چې په پېښه کې اته تنه ژوبل شوي هم دي. دی زیاتوي چې د یو ژوبل کس روغتیايي وضعیت خراب دی.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې نښته د اکتوبر پر ۱۷مه مازیګر پیل شوه چې تر شپې ناوخته پورې روانه وه. تر اوسه د نښتې لامل معلوم نه دی خو دواړه لوري یې یو بل په پیلولو تورنوي. د کورمې انتظامیې لا د پېښې په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر ۱۲مه د مقبلو د ګاډو پر کاروان په حمله کې ۱۷ تنه وژل شوي ول. تر هغه وړاندې، پر همدغه ورځ وسلوالو د کونج عليزوغره ته پر تلليو درو کسانو ډزې کړې وې چې پکې هغوی ژوبل شوي ول.

چارواکي وایي چې داسې ښکاري چې دویم برید د لومړۍ پېښې په غبرګون کې شوی وي.

د اکتوبر پر ۱۳مه د کورمې په سده کې لسګونه خلکو د ګاډو پر کاروان د برید ضد احتجاج وکړ او په پېښه کې د لاس لرونکو کسانو د نیولو غوښتنه يې وکړه.

احتجاج کوونکو د سدې پریس کلب مخې ته لاریون وکړ او غوښتنه یې وکړه چې په سیمه کې دې د مسلک پر اساس د بریدونو لړۍ ودرول شي.

بلخوا، په پاړه چینار کې د اکتوبر پر ۱۳مه، د ترسره شویو بریدونو په تړاو د شیعه ګانو مشرانو، سیاسي شخصیتونو او ديني عالمانو په ګډه غونډه کې هغه بریدونه وغندل. دوی له حکومته د سیمې د امنیت خرابوونکو پر ضد د ګامونو پورته غوښتنه وکړه.

تر بریدونو وروسته د هغې سیمې حالات لا کړکېچن شوې دي او عام ولس د غیریقیني وضعیت سره مخامخ دی. په سیمه کې د تګ راتګ لارې تړل شوې او خلک د خوړو له کمي سره مخامخ شوي دي. بلخوا حکومت د موبایل انټرنېټ شبکې هم تړلې دي.

په دې اړه تر اوسه د ضلعې انتظامیې دریځ مخې ته نه دی راغلی او نه هم پولیسو څه ویلي دي. البته د سرکاري جرګې یو غړي حاجي عزت ګل د اکتوبر پر ۱۴مه، مشال راډیو ته وویل چې کله هم علاقې ته د ستونزې د هواري لپاره ورشي، نو حالات ورته نور هم خراب کړل شي.

ګل وويل چې دا ځل یې پرېکړه کړې چې تر څو د ګاډو پر کاروان د برید پوښتنه نه وي شوې، د جرګې غړي خپل کار د احتجاج په توګه دروي.

هغه دا هم وويل چې د اکتوبر پر ۱۳مه د پېښې په تړاو تر ۸۰ پورې مشکوک کسان نیول شوي، چې په کې ځیني مهم کسان شامل دي.

د سدې ملک عبدالوالي خان د اکتوبر پر ۱۲مه مازیګر مهال په ویډیویي پیغام کې وویل چې حکومتي جرګه دې د سنیانو او شیعه ګانو ترمینځ د وروستي اوربند تړون د ماتېدو له وجې ۱۲ کروړه روپۍ ضمانت ضبط کړي او هغه پیسې دې په بریدونو کې د وژل شویو او ژوبلو کورنیو ته ورکړي.

دا هم وګورئ:

کورميوالو په خپله سيمه کې د امن لپاره احتجاجي مظاهره کړېد کورمې د صدې خلک وايي، په سلګونه وسله وال ورغلي ديکورمه کې ولې شخصي لانجې په شیعه-سني جګړو اوړي؟خلک له حکومته د کورمې د جګړې ودرول غواړي

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

په سیمه کې د د سېپټېمبر پر۲۰مه د ځمکې پر نښتې پیل شوی وې چې وروسته یې فرقه ییزه بڼه واخیسته او د ضلعې تر یوشمېر سیمو وغځېدې. په هغو نهه ورځنیو نښتو کې ۴۴ تنه وژل شوي او تر ۱۳۰ زیات ژوبل شوي ول.

نښتې له اورکزیو، هنکو او کواټ څخه د ورغلیو مشرانو د جرګې په مرسته تر اوربند وروسته ودرېدې.

د سیمې اوسېدونکو د هغه فرقه ییز تاوتریخوالي پرضد مظاهرې هم کړې وې. د امنیت د خرابې وضعې له وجې هلته د تګ راتګ لارې تړل شوې وې خو وروسته حکومت د ټل او پاړه چینار ترمینځ لویه لاره پرانیسته او مسافر لېږدوونکو ګاډو ته یې ویلي ول چې د کاروانونو په شکل کې دې تګ راتګ کوي. چارواکو د هغو کاروانونو د امنیت لپاره سرتېري هم ځای پر ځای کړي دي.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هوارېږي.