خیبر کې د مارټر ګولو برید کې د ماشومانو په ګډون يوشمېر کسان ژوبل شوي

په خیبر کې د یوې چاودنې وروسته ځايي خلک د مرستې لپاره راغونډ شوي دي ـ پخوانی انځور.

د خيبر په تيرا کې د مارټر ګولو بريد په نتيجه کې د ماشومانو په ګډون يوشمېر ځايي کسان ژوبل شوي دي.

د پېښور په حیات اباد مېډيکل کمپلېکس کې له ژوبلو ماشومانو سره مل کسانو مشال راډیو ته ويلي چې د اکتوبر پر ۲۱مه په پير مېله سيمه کې لومړی د پاکستان پوځ د لویو ډرون کېمرو پروازونه وکړل او بیا یې مارټر ګولې يا د هاوان مرمۍ وتوغولې چې په نتيجه کې يې د ولسي خلکو کورونه په نخښه شول او يو شمېر ماشومان او لويان پکې ژوبل شول.

د حیات اباد مېډيکل کمپلېکس ډاکټرانو او هلته موجود په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د خيبر منتخب استازي سهیل اپرېدي مشال راډیو ته وويل چې خواوشا ۱۱ ژوبل ماشومان روغتون ته وروړل شوي دي.

سهېل اپرېدي زياته کړه چې په دې پیښه کې ځينې نور ځایي وګړي هم ژوبل شوي چې په تيرا کې طبي مرستې ورکړل شوې دي.

اپریدي په خپله اېکسپاڼه لیکلي دي چې عیني ګواهانو ورته ویلي دي چې هغه برید د ډرون الوتکې کړی دی.

بلخوا په خیبر کې مېشت د امنیتي ځواکونو یوه چارواکي د خپل نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته ويلي چې د اکتوبر پر ۲۱ يې د تیرا په پیر مېله سيمه کې د عملياتو پر مهال د تحريک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې اووه غړي ژوبل کړي دي.

خو ازادو سرچينو د امنیتي ځواکونو له خوا وسلوالو ته د ځاني زیان اړولو د ادعاوو تصديق نه دی کړی او نه هم تر اوسه وسلوالو په دې اړه غبرګون ښوولی دی.

دا هم وګورئ:

په بر جنوبي وزیرستان کې احتجاجي پرلت د چارواکو تر ډاډ وروسته پای ته رسېدلی دیډېره اسماعیل خان کې خلک پر کور د مارټر ګولیو تر لګېدو وروسته په احتجاج دي مکين کې په مارټر ګولې د ښځو ژوبلېدو پېښې پرضد جرګه او احتجاج شویجنوبي وزیرستان کې د مارټر ګولې ۷ ښځې ژوبلې کړې دي

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) او د خیبر سیاسي اتحاد مشرانو د دې پېښې غندنه کړې او پر امنيتي ځواکونو يې غږ کړی دی چې د عملیاتو پر مهال دې د ولسي وګړو په نخښه کولو څخه ډډه وکړي.

د غورځنګ مشر منظور پشتین پر اېکس د ځینو ژوبل ماشومانو د انځورونو خپرولو ترڅنګ تور لګولی دی چې ریاست د پښتنو په سیمه کې د جنګي تګلارې تر ناکامېدو وروسته په عامو خلکو بریدونه پيل کړي دي.

د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې ځای خلک وخت په وخت په ولسي ځایونو د مارټر ګولیو د لګېدو شکایتونه کوي. په وزیرستانونو او کورمه کې مارټر ګولۍ لګېدو په بېلا بېلو وختونو کې مرګژوبله اړولې ده چې پر ضد یې ځای خلکو احتجاجونه هم کړي دي.