د کورمې په پاړه چینار کې ځايي خلکو د نومبر په دویمه هم د لارې د تړل کېدو پر ضد پرلت وهلی دی. دوی د لارو د خلاصېدو غوښتنه کوي او د اکتوبر له ۳۱مې یې احتجاجي پرلت پیل کړی دی.
یو ځايي اوسیدونکي میر افضل خان توري د نومبر پر لومړۍ نېټه رسنیو ته وویل، حکومت دې لارې ازادې او خوندي کړي او هغه کسان دې ونیسي چې تر دې وړاندې پر مساپرو د شویو بریدونو تر شا یې لاس درلودلو.
د خيبر پښتونخوا په کورمه کې د اکتوبر له ۱۲مې راهيسې لويې لارې تړل
شوي او د هغې ضلعې د مرکزي ښار پاړه چينار او ټل ترمينځ د مرکزي لارې بندېدو له امله تجارت اغېزمن شوی او د ځايي ولس ژوند له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوی دی.
دا لار وروسته تر هغې تړل شوې چې د اکتوبر پر ۱۲مه د مقبلو د قوم د ګاډو پر کاروان په بريد کې ۱۷ تنه ووژل شول. تر هغه وړاندې، پر همدغه ورځ وسله والو د کونج عليزوغره ته پر تليو درو کسانو ډزې کړې وې چې پکې هغوی ژوبل شوي ول. چارواکي وایي، داسې ښکاري چې دویم برید د لومړۍ
پېښې په غبرګون کې شوی وي.
دا هم وګورئ:
وسلوالو په کورمه کې ۲ سرتېري وژلي ديامنیتي چارواکي وایي په کورمه کې یې ۲ مشکوک وسلوال وژلي ديد کورمې شیعه مشرانو له حکومته د بندو لارو د پرانیستلو غوښتنه کړېکورمه کې د ګاډو پر کاروان د برید ضد احتجاج شوی دیپه کورمه کې په بریدونو د وژل شویو شمېر ۱۷ ته لوړ شوی دیتر دغو بریدونو وروسته د پاړه چينار او پېښور ترمنځ د مرکزي لارې ترڅنګ د کورمې يوشمېر لارې له تېرو ۲۲ ورځو راهيسې تړل شوي دي.
د کورمې د شاه دولت خېلو سیمې سره تړاو لرونکي لایق حسېن د نومبر پر دویمه نېټه مشال راډیو ته وویل، له تېرو ۲۲ ورځو راهیسې چې پرې لارې بندې دي، هغوی په سیمه کې ایسار پاتې دي، خلک د خوراکي موادو، درملو، پیټرولو او د ژوند د نورو بنیادي اړتیاوو له کمبوت سره مخامخ دي. د نوموړي په وینا، د لارو بندېدو له وجې تعلیمي ادارې هم بندې پاتې دي.
په کورمه کې د لارو د پرانیستو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ دا دی چې حکومت پر مساپرو د برید تر شا لاس لرونکیو مطلوبو کسانو غوښتنه کوي کوم چې تر اوسه نه دي ورسپارل شوي.
د اکتوبر پر ۱۷مه د شیعه ګانو قومي مشرانو ته، پر مسافرو د شوي برید په تازه پېښه کې د شینګک، نستي کوټ او کونج عليزو ۲۹ مطلوبو کسانو په شمول د ۶۳ نورو یو لیست سپارل شوی دی.
د ضلعې انتظامیې مشر ډپټي کمیشنر جاوید الله محسود د یاد لیست د سپارلو پر وخت ځایي مشرانو ته په خطاب کې ویلي، پر ځای د دې چې حکومت د دغو کسانو د نیولو لپاره کاروايي پیل کړي، ټول مطلوب کسان دې په رضا حکومت ته حواله شي.
محسود زیاته کړې وه، نه غواړي چې د سیمې حالات نور خراب شي او یا د مطلوبو کسانو پر ضد د عملیاتو د پیل کېدو په ترڅ کې عام خلک وکړېږي.
د اهل تشیع د مقامي تنظیم انجمن حسینیه یو مشر جلال حسېن بنګش د نومبر په لومړۍ نېټه په پاړه چینار کې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، هغوی پر مساپرو د ترسره شوي برید نه یوازې دا چې غندنه کوي بلکې پر ضد به یې له حکومت سره مرسته هم کوي.
په ورته وخت کې د حکومت په سرپرستۍ کې یوه جرګه هم له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې د شیعه او سنیانو ترمنځ د صلحې لپاره بوخته ده.
په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.
په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هوارېږي.