د ګومل خلکو د موبایل نېټورک او انټرنېټ بحالۍ لپاره مظاهره کړې

پخوا په نورو ضلعو کې هم د انټرنيټ بحالۍ لپاره احتجاجونه شوي. په دې پخواني انځور کې د وانا د خلکو پرلت وينئ.

د ټانک ضلعې د ګومل سیمې اوسېدونکو تېره ورځ په سیمه کې د موبایل نیټورک او انټرنېټ د بحالۍ لپاره احتجاجي مظاهره کړې ده.

د احتجاجي مظاهرې یو مشر، شوکت علي، مشال راډیو ته وویل چې د سیمې موبایل نیټورک له څلورو میاشتو راهیسې بند دی، چې له امله یې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

هغه وویل: "موږ په دې اړه له اسسټنټ کمشنر، د پوځ له مشرانو او نورو چارواکو سره بیا بیا ملاقاتونه کړي او د موبایل نیټورک د بحالۍ غوښتنه مو کړې ده. موږ د انټرنیټ د نشتوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ یو."

بلخوا، له ټانک ضلعې څځه د صوبایي اسمبلۍ غړي، عثمان بېټني، مشال راډیو ته وویل پر دې مسله خبر دی. هغه ژمنه وکړه چې د ګومل سیمې د ولس د غوښتنو په اړه به له ضلعي انتظامیې چارواکو سره خبرې وکړي.

دا هم وګورئ: په اسلام اباد او لاهور های کورټونو کې د انټرنېټي محدودیتونو خلاف درخواستونه داير شوي

د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې خلکو پر موبایل ټېلېفون او انټرنېټ د لګول شویو محدودیتونو ضد وخت په وخت شکایتونه کړي دي.

د ټانک ضلعې ترڅنګ په شمالي او جنوبي وزیرستانونو، باجوړ، خیبر، کورمه او ځینو نورو ضلعو کې هم تر دې وړاندې د انټرنېټ د نه شتون یا ورباندې د بندیز او یا هم د موبایل ټېلېفون د ۳ جي او ۴ جي انټرنېټي خدماتو ځنډولو ضد مظاهرې شوې وې چې تر هغې وروسته حکومت هلته انټرنېټ بحال کړی وو.

په پاکستان کې په لومړي ځل په ۲۰۱۲ کال کې د هغه وخت حکومت د اختر پر ورځ د موبایل نېټورک او انټرنېټي خدمات بند کړی وو. تر هغې وروسته حکومتونه وخت په وخت په هغه هېواد کې انټرنېټ په ځینو ورځو یا وختونو کې بندوي او یا ورته د خلکو لارسری محدودوي.

حکومت دریځ لري چې دا کار په امنیت کې مرسته کوي خو د بشري حقونو ادارې دا د بیان او شخصۍ ازادیو پر ضد بولي.

پخوا حکومت دريځ لاره چې د امنیتي ستونزه له کبله انټرنېټ تړل شوی دی او په ځينو سيمو کې بیا د موبایل نېټورک ورکوونکو ستنو د نشتوالي له وجې انټرنېټ نه وو، خو وروسته په ځينو سيمو کې بحال شو خو اوس هم په ځينو سيمو کې دا ستونزه شته.

د روان ۲۰۲۴ز کال اپريل پر ۲۳مه، د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي) په يو راپور کې ويلي وو چې د پاکستان نیمايي ابادي انټرنېټ ته لاسرسی نه لري. هغې ادارې په تازه رپورټ کې ویلي دي چې د پاکستان د څه باندې ۸۰ فیصده ښځو موبایل یا ګرځنده ټېلېفونونه د سړیو په کنټرول کې دي. په دې راپور کې زیاته شوې چې په کومو ځایونو کې انټرنيټ شته، هلته د روزګار او د اقتصادۍ بهترۍ موقعې ډېرې وي.