سیند های کورټ د پي ټي اېم د ۸ پلویانو ضمانتونو منظور کړي دي

په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مظاهره - انځور له ارشیفه

سیند های کورټ د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د هغو اتو کسانو ضمانت منظور کړی دی چې پوليسو د سيپتمبر په ۲۷مه د کراچۍ په منګوپير سلطان اباد سیمه کې نيولي ول او پر هغوی یې د ترهګرۍ دفعې لګولې وې.

عدالت د نومبر پر څلورمه د ضمانت منظورولو ترڅنګ د پوليسو هغه تحقيقاتي افس ضد د کاروایی امر هم کړی دی چې تر اوسه یې د پي ټي اېم د نيول شوو کسانو لومړی راپور یا چلان په عدالت کې نه دی وړاندې کړی.

په کراچۍ کې د پي ټي اېم مشر نورالله ترين وايي چې دا کسان پوليسو د سېپټمبر په ۲۷مه هغه مهال ونيول چې دوی د ۱۱ اکتوبر په خیبر کې د جرګې د بلنې لپاره په منګوپير سلطان اباد کې غونډه کوله.

دا هم وګورئ: منظور پشتین ادعا کړې چې پولیسو د پي ټي اېم تر ۲۰۰ زیات فعالان نیولي دي

د پي ټي اېم وکېلې منيزه کاکړ د نومبر پر څلورمه مشال راډيو ته وویل چې پوليسود نيول شوو کسانو پر ضد د ترهګرۍ مادې لګولې وې. هغې وویل چې د نیول شویو کسانو ضمانت له دې وړاندې په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت رد کړی وو.

د کراچۍ د منګوپير تاڼې اېس اېچ او غلام حسين کوراي ادعا کړې وه چې پي ټي اېم د مرستيال کمېشنر له اجازې پرته خلک راغونډ کړي وو او کله چې پوليسو یې مخه ونيوله، نو د پي ټي اېم غړو پر پوليسو ډزې وکړې او هغوی یې د پوليسو او رياستي ادارو پر ضد هڅول. هغه زياته کړه چې د دغې غونډې په مهال د پوليسو پر ګاډي ډزې شوې او زيان رسېدلی وو، له همدې امله یې د ترهګرۍ مادې لاندې مقدمې درج کړې وې.

خو، د پښتون ژغورنې غورځنګ دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې پي ټي اېم د پښتنو د حقونو لپاره قانوني او سوله ییزه مبارزه کوي او د پوليسو دا تورونه بې اساسه دي.

تر دې مخکې، د اکتوبر پر شپږمه د پاکستان حکومت په یو فرمان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غیر قانوني وګرځاوه او د ترهګرۍ مخنيوي د قانون له مخې یې بندیز پرې ولګاوه. د پي ټي اېم د ځینو مشرانو نومونه د مرکزي او صوبایي حکومتونو په تور لېسټ کې شامل شوي دي. د بشري حقونو کورنیو او نړیوالو سازمانونو، د پاکستان سیاستوالانو او فعالانو د حکومت له خوا پر پي ټي اېم د بندیز غندنه کړې ده.

پي ټي اېم د اکتوبر پر ۱۱مه د خیبر په ریګي للمه کې د پښتون قامي عدالت په نامه درې ورځنۍ جرګه کړې وه چې پکې د کراچۍ په ګډون د خیبر پښتونخوا د بېلا بېلو سیمو قبایلي مشرانو او د سیاسي ګوندونو مخکښانو ګډون کړی وو.

د جرګې په پای کې د پي ټي اېم مشر منظور پښتین په ۲۲ مادو مشتمل متفقه پرېکړه لیک وړاندې کړی وو. د اکتوبر پر ۲۰مه پي ټي اېم د ولسي پاڅون په نامه د جرګې د پرېکړو د عملي کولو لپاره احتجاجونه وکړل.