د خيبر د باړې سياسي اتحاد په تيرا کې د مارټر ګولو په بريد کې د ماشومانو د وژنې پرضد په باړه کې احتجاج کړی دی.
د نومبر په اتمه په احتجاج کې د خیبر ضلعې د یو شمیر سیاسي ګوندونو مشرانو ځوانانو او مدني فعالانو ګډون وکړ. دوی په تیرا کې د پاکستاني پوځ له خوا په عامو خلکو د بریدونو غندنه کوي او په دې لړ کې به یو تحریک چلوي او دې احتجاجي مظاهرو او جلسو له لارې به امن غواړي.
دوي وویل چې پکار ده امنیتي ځواکونه ولسي وګړي په نښه نه کړي او ریاست دې په دې سیمه کې امن قایم کړي.
د خیبر ضلعې په تیرا کې د نومبر په شپږمه د مارټر يا هاوان مرميو بريد په نتیجه کې دوه ماشومان وژل شوي او پینځه نور ژوبل شوي وو. د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) په وینا دا پېښه د تیرا په بوټان شریف سیمه کې مخې ته راغلې وه.
عيني شاهدان او د ژوبلو ماشومانو د کورنۍ غړي وایي د پوځیانو لخوا د هاوان د څلورو مرمیو توغولو په نتيجه کې يې له سکول څخه کور ته روان دوه ماشومان ووژل شول او پينځه نور ژوبل شول، او دا ډول ځينې کورونه هم زيانمن شول. بلخوا د دغه بريد په اړه د سیمې امنیتي چارواکو لا څه نه دي ویلي خو له دې وړاندې یې د سیمې مشرانو ته ویلي ول چې دوی په تیرا کې د وسلوالو خلاف عملیات کوي.
د نومبر په اوومه د تيرا قومي مشرانو او د وژل شويو ماشومانو خپلوانو د پېښور د کور کمانډر د دفتر مخې ته د مړيو په وړلو سره د احتجاجي پرلت اعلان کړی وو، خو د هغوی په وينا، پر اړهنګه امنيتي پوسته باندې امنيتي ځواکونو هغوی ايسار کړل او پېښور ته يې د تګ اجازه ور نه کړه.
وروسته د قومي مشرانو او ځايي پوځي افسرانو ترمينځ تر "کاميابو" مذاکراتو وروسته ماخوستن مهال هغوی د ماشومانو مړي بېرته خاورو ته د سپارلو لپاره تيرا ته يووړل. يو قومي مشر ملک ظاهر اپرېدي مشال راډيو ته وويل چې پوځي مشرانو ژمنه ورسره وکړه چې نور به هلته توپخانې نه کاروي او نه به هم د ډرون له لارې پر اباديو مارټر ګولې توغوي.
دا هم وګورئ:
خيبر پښتونخوا اسمبلۍ په خيبر کې د ماشومانو ژوبلېدو پېښه غندلې ده جنوبي وزیرستان کې د مارټر ګولې ۷ ښځې ژوبلې کړې ديډېره اسماعیل خان کې خلک پر کور د مارټر ګولیو تر لګېدو وروسته په احتجاج دي په شمالي وزیرستان کې د پوځ مارټر ګولۍ وژلې ښځه او ۴ ماشومان خاورو ته وسپارل شولتر دې وړاندې، د اکتوبر پر ۲۱مه هم په پير مېله (پير مېنه) سيمه کې لومړی د پاکستان پوځ د لویو ډرون کېمرو پروازونه وکړل او بیا یې مارټر يا د هاوان مرمۍ وتوغولې چې په نتيجه کې يې له ۱۰ زيات ماشومان او يوشمېر لويان ژوبل شول. ځينو کسانو هغه ډرون بريد بللی وو خو شواهد يې نه ول وړاندې کړي.
د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې ځايي خلک وخت په وخت پر ولسي ځایونو د مرمیو او اوتوغندیو د لګېدو شکایتونه کوي. هلته په بېلا بېلو وختونو کې د مارټر ګولو د لګېدو په پېښو کې ملکيانو ته مرګژوبله اوښتې ده چې پر ضد یې ځایي ولس احتجاجونه هم کړي دي.
خو د پاکستان پوځ او نورې امنیتي ادارې وايي چې د عملیاتو پر مهال د خلکو خوندیتوب ته پوره پام کوي.