د کورمې د اهل تشیع مشران وايي، وروسته له هغې چې حکومت د هغوی ځینې مهمې غوښتنې ومنلې، دوی خپل احتجاج ختموي.
د کورمې په سمير عباس کې د شيعه ګانو ځاي تنظيم انجمن حسېنيه مشر جلال حسېن بنګښ پرون (د نومبر په اتمه) مشال رېډيو ته وويل چې احتجاج يې وروسته له هغې ختم کړ چې حکومت يې د لارې د خلاصولو او د امنیت د بحالۍ مطالبې ومنلې. نوموړی وايي په دې لړ کې يې له حکومتي چارواکو سره مزاکرات شوي دي: "د قامي جرګې او ریاست ترمېنځ مذاکرات کامیاب شول، زموږ لاره پرانیستل شوه، اګر چې ورو ورو به حالات سمېږي، لا هم ځیني مشکلات شته خو هغه به د قام د مشرانو په هڅو سموو. لاره به د ټولو قبایلو لپاره پرانیستې وي، هغه که د صدې خلک دي، د پاړه چینار خلک دي، د کوزه کورمې خلک دي او که د بره کورمې."
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په کورمه کې کړکېچ وروسته له هغې پیل شوی چې د نومبر پر پینځمه په بګن کې له ډډکمر سره نږدې له پېښوره د پاړه چینار پر لور روان د شیعه مساپرو پر دوو ګاډو وسلوال برید وشو. په هغه پېښه کې د پېواړ مشتاق علي او د شیلوزو وهاب علي وژل شوي او ورسره یوه ښځه لږ ژوبله شوې وه.
تر دې وړاندې د اکتوبر پر ۱۲مه د مقبلو د قوم د ګاډو پر کاروان په بريد کې ۱۷ تنه ووژل شول. تر دې مخکې، پر همدغه ورځ وسلوالو د کونج عليزوغره ته پر تليو درو کسانو ډزې کړې وې چې پکې هغوی ژوبل شوي ول. چارواکي وایي، داسې ښکاري چې دویم برید د لومړۍ پېښې په غبرګون کې شوی وي.
دا هم وګورئ: کورمه کې زرګونو کسانو د لارو بندېدو او د ناامنیو د پېښو ضد احتجاجي لاریون کړید اکتوبر ۱۲مې له پېښې وروسته نه يوازې د ټل - پاړه چینار مرکزي سړک بند شوی دی بلکې په سيمه کې د تګ راتګ ټولې لويې لارې هم تړل شوې دي.
د کورمې زرګونو خلکو د نومبر پر اوومه د تړل شویو لارو د خلاصېدو او په سيمه کې د امنيت ټينګولو لپاره له پاړه چيناره د صدې پر لور پلی احتجاجي لاریون پیل کړی وو. د دې احتجاج او د انجمن حسینيه يو مشر جلال حسین بنګښ د نومبر پر اوومه په يو ويډيويي پيغام کې پر حکومت غږ کړی وو چې مساپر دې خوندي او ټولې لارې دې پرانېزي.
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن هم د نومبر په اتمه، له حکومته په کورمه کې د روان کړکېچ د سمدستي هواري غوښتنه کړې وه.
د کمېشن مشرانو د نومبر پر اوومه په اسلام اباد پرېس کلب کې "د کورمې شخړه او د رياست کردار" تر عنوان لاندې يوې خبري غونډې ته وويل چې په کورمه کې د اوږدې " قبيلوي او فرقه يیزې شخړې" له امله سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. هغوی زياته کړه چې د دې شخړې له وجې کورمه د خيبر پښتونخوا له نورو برخو څخه بېله شوې ده ځکه چې هلته لويې لارې تړل شوي او د انټرنېټ خدمات ځنډول شوي دي.
خبري غونډې ته د کمېشن د شريکې مشرې منيزې جهانګير او د خيبر پښتونخوا د مشر اکبر خان په ګډون د کمېشن غړي فرحت الله بابر او عمومي منشي حارث خليق ويناوې وکړې. هغوی په خپله اعلاميه کې وويل چې دا تور بايد په جدي توګه وڅېړل شي چې د کورمې په تاوتريخوالي کې "وسلوال او روزل شوي جنګيالي" ښکېل دي. اعلاميه کې پرمخ راغلي، دا د رياست ذمه واري ده چې په کورمه کې تاوتريخوالی ختم کړي او د ولس "د ژوند او امنیت د حق" ساتنه وکړي.
په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.
په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هوارېږي.